جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد فساد له تورونو تښتیدلی پخوانی وزير صديق چکري کابل ته ستون...

د فساد له تورونو تښتیدلی پخوانی وزير صديق چکري کابل ته ستون شو

تاند( دوشنبه، د جوزا ۲۳ مه) ‏‏‏‏د طالبانو د اړيکو کميسيون وايي، چې د پرزول شوي جمهوري نظام د حج او اوقافو يو پخوانی وزیر محمد صديق چکري د دوی په هڅو هېواد ته راستون شوی دی.

 صدیق چکري د کابل په هوايي ډګر کې رسنیو ته ویلي چې هېواد ته په راستنېدو، د خوښۍ احساس کوي.

طالبانو د نوموړي د ستنیدو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

صديق چکري د جميعت ګوند پخوانی ویاند و، چې سعودي عربستان ته د حاجیانو د لېږد په چارو کې په میلیونونه ډالرو فساد تورن دی.

هغه د حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهال، تر هغې وروسته چې د وزارت د فساد په يوه لويه قضیه کې پړ وپېژندل شو، له کابل څخه لندن ته وتښتېده.

کابل ته د نوموړي په ستنیدو او طالبانو سره ېې په نیږدې کیدو خلکو توند غبرګونونه ښودلي او ويلي، چې طالبان بايد د نوموړي د فساد دوسیه بیرته وسپړي او هېواد ته ستنيدل بايد له پراخو فسادونو څخه د مفسدینو د معافیت په مانا نه وي.

تېره اونۍ د پوهنې پخوانی وزير فاروق وردګ هم کابل ته ستون شو، چې منتقدینو یې دا ستنيدل د فساد له تورونو د ځان سپينولو لپاره طالبانو سره معامله ګڼلې وه.

2 COMMENTS

  1. د تالبانو امیرالمومینین ته دی د صدیق الله چکړی او فاروق وردګ راتګ ډیر ډیر مبارک وی.
    ددې سترو هستیو د پراخه تجربونو نه به تالبان ډیر ګټه پورته کړی.
    د لا نورو دغه ډول بریاوو په هیله يی

  2. کبوتر با کبوتر ، باز با باز
    کند همجنس با همجنس پرواز
    د آی اس آی ګوډاګیان یو بل ښه سره پېژني او د خپل بادار په ضمانت او هدایت بېرته سره یوځای کيږي . دوی ټول د افغانستان ، د افغانستان د هویت او ملي شتمنیو دښمنان دي .
    چکړي په سعودي عربستان کې د افغان حاجیانو احمدشاهي کاروانسرایونه وپلورل ، ښه پرېمانه سعودي ریالونه ئې جیب ته کړل . اوس به ئې ټول مصرف کړي وي ، بنا یوځل بیا د خپل جیب ډکولو لپاره افغانستان ته تشریف راوړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب