ليکوال؛ عبدالوحيد وحيد
شک نشته چې امریکا لا هم د خپل هژموني اړخ او د خپلو امکاناتو له مخې د نړئ تر هر ګوټ پورې رسيداى شي، بدلون ته لاره هوارولاى شي، کمزوري او لړزانده نظامونه نسکورولاى او په ځینو هېوادونو کې خو په يوه تليفون کولو باندي هم بدلون راوستلاى شي. موږ يې منو او که يې نه منو خو په اقتصادي برخه کې د امریکا او په لويديځ پورې تړلو مالي بنسټونو په مرستو باندې متکي ډيرو هيوادونو برخلیک اوس هم متأسفانه په واشينګټن کې ټاکل کېږي.
امریکا له مختلفو ګواښونو، بالفعل او بالقوه رقابتونو سره سره تراوسه پورې خپل هژمونيکي اړخ چې اقتصادي برتري يې په سر کې راځي خوندي ساتلى دى. د پراخو مالي امکاناتو، مودرنو وسلو جوړولو ظرفیت، پرمختللي معلوماتي تيکنالوژي، پيچلو استخباراتي جالونو سره سره ددغه هېواد حاکمان لکه زموږ په شان احساساتي چلن نکوي. سملاسي هر څه نه نړوي.
د دغه هېواد مشران له دوکو فريبونو او جابرانه غرور سره سره پراخې سمندري سينې هم لري. له دښمن سره د جګړو له کولو پرته د دښمن د ماتولو لپاره نور زيات امکانات، وړتیا او ډير غوراوي په لاس کې لري. دغه غوراوى له کره ارزونې وروسته په ښه توګه کاروي او مديريت يې هم کوي. کله چې د کمزورو او محتاجو هيوادونو د مشرانو عصبي سيستم د امریکا د ګټو له مدار څخه وزي، په جعلي غرور اخته او د احساساتو تر سيوري لاندې راشي، نو بيا يې امریکا د خپلو مختلفو وړتیاو له لارې سمولاى شي. طبعي خبره ده چې څوک چاته ډوډئ ورکوي نو حکم هم ورباندي چلوي.
ځينې هيوادونه که څه هم سترې نيمګړتياوې لري، خو داسې وړتیاوې هم لري چې په سيمه کې خپلو ګټو ته د امریکا له ګټو سره غوټه ورکوي ، يا هم په سيمه او ګاونډ کې د پيچلو سياسي مانورونه په مرسته امریکا دې ته اړ کړي چې د خپلو تګلارو په جوړولو کې د هغوى ګټو ته هم پام وکړي او دا چې له امریکا سره په اړيکو کې له خرابوالي وروسته د اړيکو رغولو هنر يې هم زده دى. دا هغه څه دي چې موږ يې نه لرو. موږ باید ومنو چې په سياست کې د دوستي او ورورګلوي شعارونه يوازې د خپلو ملي ګټو په چوکاټ کې اهمیت لري.
د انديښنې ځاى دا ده چې موږ ولې د بدلونونو راتلو او له بحران سره د مخامخ کيدو په مهال د خپلو ملي ګټو د خوندیتوب، د دوست او دښمن د تفکیک او د خپلو بنسټونو په ساتلو کې هر وخت پاتې راځو؟ ولې لکه د نورو هېوادونو سياسيون په سوله ايزه توګه د خپلمنځي اختلافاتو د حل او له نړۍ سره د خپلو ګټو په محور باندي د راڅرخيدونکو اړيکو د جوړولو وړتيا نلرو؟ ولې ټول د واک ليونيان يو، ولې هر وخت خپلې نيمګړتياوې پټوو او پړه په نورو وراچوو؟
ننګيالي ولسونه اشخاص نه ګڼي بلکې اعمال ژمنتیا معيار ګڼي. د نورو خلکو په ښکنځلو رټلو او ورته په بدرد ويلو باندې وخت نه تيروي، بلکې د خپلې سوکالي، د هېواد د ابادي، پرمختګ او په خپله خاوره باندي دداسې پلانونو او اقداماتو په کولو باندې لاس پورې کوي چې هيڅ اجنبي اړخ ورباندې د تيري کولو او سترګې را ايستلو جرئت ونکړاى شي.
ګاونډيان په هر حال يوه سلسله سياسي جغرافيايي اقتصادي او کلتوري جنجالونه او رقابتونه له يو بل سره لري چې کله کله د يوه ګاونډي لخوا د ځينو اقداماتو له امله د بل ګاونډي ګټې زيان ويني. سياسي ژبه کاروي د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره مشروع لارې لټوي او ورته ګامونه پورته کوي، خو ښکنځل قطعاً هيڅ ستونځه نه حل کوي او د هيڅ رنځ درملنه نشي کولاى.
راځئ په فرصتونو باندي د ننګونو د بدلولو چل زده کړو، د سمون او بدلون غوښتنه له پرديو څخه نه، بلکې له الهي ارشاد سره سم له خپلو ځانونو څخه پيل کړو. پرديو ته د ښکنځلو او په خپلو نيمګړتياو باندي فکر نه کولو خو موږ ته مصيبتونه راوړل.
يو نيمه نيم ښوره نظام مو درلود. ستونځه داوه چې اوسطاً به هره ورځ په سلګونو ځوانان په روانه جګړه کې وژل کېدل، خو ارګ قطعاً فکر نه کاوه چې د واک لپاره ولې خپل ځوانان د مرګ خولې ته اچوو. ارګ سوله يوازې د خپل واک د خوندیتوب په شرط منله. افواهات، واقعيت وو او که له مخکې نه جوړه شوې دسيسه وه چې په ارګ کې د مخالفینو د نفوذي خلکو د ننوتلو اوازه خپره شوه او د وژل کېدو ګواښونه د ارګ د نازولو تر ستوني پورې ورسيدل، نو بيا يې نظام ونړاوه، هيواد او ولس يې پريښودل او چيغې يې کړې چې د کوڅه په کوڅه جګړې د مخنیوي لپاره وتښتيدل.
د زغم، يوبل منلو، په دقت سره د ستونځو ارزولو د وړتیا د نشتون او په تاوتريخوالي باندي ولاړ ذهنيت، موږ متأسفانه اوس کنډواله شويو بنسټونو، مات شوي اساسي قانون، په ټپه ولاړ اقتصاد او پرديو خيراتو ته محتاج ملت ته هک پک حپران او د بن بست له حالت سره مخ کړي يو. نه د مخکې تلو لپاره امکانات لرو او نه هم شاته د تلو لاره لرو.
بدبختي داده چې موږ کله هم ارګ ته ورسيږو نو د سولې ابادي پرمختګونو ورورولي ارامي او پخلاينې خبره کوو خو قرباني نه ورکوو او کله چې له ارګ څخه وايستل شو، نو د جګړې لپاره داعيه لټوو او له پرديو څخه د خپل هېواد د کنډواله جوړولو لپاره لاس نيوى غواړو. اوسنۍ حاکمه ډله پرون د سولې پرمختګ ورورولي زغم يو بل منلو خبره ګناه خيانت او له اسلام سره جفا ګڼله او پرونۍ حاکمه ډله نن د جنګ د جبر او ظلم په وړاندې يوازنى غوره انتخاب ګڼي.
پوښتنه داده چې موږ ولې د پاکستان د ديني ډلو په ګډون د ټولو سياسي ګوندونو د هيوادپالنې له ځانګړتیاو څخه الهام نشو اخيستى چې څنګه يې ملي ګټو ته د ژمنتیا پربنسټ د تاوتریخوالي د لارو له خپلولو پرته د قانون په چوکاټ کې څومره ستر بحراني حالت قابو کړاى شو؟ موږ ولې نظام، اساسي قانون نشو جوړولاى او ولې د بنسټونو د رغولو پرځاى د نړولو اتلان يو؟
سلام
بیلکل ګواښ، رټل، ښکنځل دملت درد نشی دوا کولی ځکه اکاډمیک،علمی ، کدری او هراړخیزه دریځ او تشخیص نه دی بل فکتور دنړیوالې ژبې نه شتون په قتصادی ، سیاسی او ملی برخو به ارزښتونو کی دی . بله مو ضوع حقوقی ا و حکومتی مسایل چې دپوهې اوځانګړې جهان بینی دسپلین ته اړ لری چې اسلامې برخه بکې لومړیتوب لری. بناء دلته باید له هرحه مخکې له ولس حخه مشروعیت وغواړی او بیا نړۍ ته ملا وتړی.ولس د مشروعیت اصلی هسته ده!
موږګورو چې بالقوه بالفعل وخت له لاسه ورکوو دتوریالی همت په واسطه دیوه ملت زعامت ننګوو دمېډ یا بڼه به ګونګسیو او دپیتاوی په افسانو بدله شوې موږ دترکستان په لور روان یو دایو ضرورت دی چې نړۍ سره تعامل ولرودا وسایلو اوابزارو ته اړه لری زه تاسره دی لیکنه کی منم وحید صلحب داسې فکر کیږی چې دا لوبه باطن کې دبل چا لاس کې ده .
وحید صیب سلامونه او نیکی هیلی!
سوال دلته دا پیدا کیږی چی د اوسنی نظام یعنی د اسلامی امارت چارواکی تیر تاریخ ندی کتلی یا دا چی په دوی که داسی کسان نشته چی د افغانستان له ۴۵ کلن ۱۰۰ کلن یا ۲۰ تاریخ څخه نا خبر دی ولی دوی د ولس او نړیوالو اساسی نظریاتو کتنه نه کوی در حالیکه چی د دوی ځینی سیاسی مشران لکه عباس ستانکزی یا جنرال مبین هم کله د رسانیو له لاری د دوی داخلی او نړیوال سیاست باندی یو ډول نیوکی کوی او بله دا چی د کورنی چارو وزیر وایی چی امریکا زموږ دښمن ندی او عباس ستانکزی یا بل سیاسی مشر وایی چی موږ د روسانو سره سیاسی اړیکو باندی ویاړو یعنی د دوی سره په دوستی باندی افتخار کول آیا د اسلام نظر څه ډول ده او د سیاسی ذکاوت یا پوهی په اساس څه ډول نظر ورکړو ، هغه کسان چی پرون د امریکا، روسیی، پاکستان، ایران په دوستی باندی ویاړ کاوو لکه عبدالله، دوستم، عطا محمد، کرزی، قانونی، بسم الله خان، محقق، کریم خلیلی،
همغه کسان چی پرون یی طالبانو د پاکستان لاسپوڅی ویل مګر کله چی طالبانو کابل ونیوه بیا همدوی د پاکستان په طیاره کی پاکستان ته وتښتیدل آیا همدی ملی شخصیتونه ویل کیږی؟