Homeخبرونهپکتيا کې يو مدني فعال او يو معذور شاعر د ط -...

پکتيا کې يو مدني فعال او يو معذور شاعر د ط – انو استخباراتو نیولي او ډبولي

تاند( دوشنبه، د جوزا ۲۳ مه) ‏‏‏له پکتيا څخه راپورونه وايي، چې د طالبانو استخباراتو د ‏شفیق الله سحر په نوم یو مدني فعال او د فريد الله تسکين په نوم يو معذور شاعر ډبولي او بنديان کړي دي.

فرید تسکين له څه مودې راهيسې رواني ناروغ و او د سترګو ديد ېې هم کار پريښی و.

د دغو ځوانو فعالانو د نیولو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

د‌ طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

پرون له پنجشېر ولايت څخه د طالبانو په لاس د یوه معذور کس د وژلو خبر هم ورکړل شوی و.

د‌ کابل ولايت لپاره د طالبانو والي شېخ ندا محمد نديم تېره اونۍ په يوه غونډه کې طالب جنګياليو ته فتوا ورکړه، چې د طالبانو د هر ډول مخالف او منتقد وژل ورته روا دي او د « جهاد» حیثیت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...