Homeخبرونهننګرهار کې ۳ تنه د انسان تښتونې په تور نیول شوي

ننګرهار کې ۳ تنه د انسان تښتونې په تور نیول شوي

تاند( دوشنبه، د جوزا ۲۳ مه) ‏‏‏د ننګرهار امنیه قوماندانی لپاره د طالبانو چارواکو د اختطاف په تور د ۳ تنو د نیولو خبر ورکړ.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند بصیر زابلي ویلي چې، دغه کسان يې ځواکونو د یکشنبې په ورځ د ۳ تنو د تښتونې په وخت نیولي.

نوموړي نيول شوي کسان د بټي کوټ او خوګیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکي ياد کړي.

د زابلي په خبره، نیول شوي کسان د تېښتې په حال کې وو چې د مومندرې او بټي کوټ ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شول او اوس د یاد ولایت په امنیې قوماندانۍ کې تر څېړنو لاندې دي.

د امنیې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او د دوی تر څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

 په وروستيو کې د افغانستان له ډېرو سيمو څخه د انسان تښتونې د پېښو خبرونه ورکول کېږي.

له دې سره، طالب چارواکي د تښتونکو پر وړاندې د خپلو اقداماتو او ډېرو لاسته راوړنو خبره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...