دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهد يوناما مشرې او عبدالله د ټول شموله حکومت په اړه خبرې...

د يوناما مشرې او عبدالله د ټول شموله حکومت په اړه خبرې کړي

تاند(يکشنبه، د جوزا ۲۲ مه) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مېرمن دیبورا لاينز د پرزول شوي جمهوري نظام شریکوال او د مصالحې عالي شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله سره لیدلي.

يوناما په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دې لیدنې پر مهال د سياسي نظام د ټول شموله توب، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د افغانستان په راتلونکي کې د سیمې د ونډې د کلیدي کیدو په اړه خبرې اترې شوي دي.

سرچينه زياتوي، چې دا لیدنه کابل ته د ښاغلي عبدالله له را ستنیدو سره سم شوې ده.

عبدالله عبدالله پرون سهار د هندوستان د يوې نېمې مياشتې له سفر څخه وروسته بيرته کابل ته را ستون شو.

دا ډول لیدنې او پر ټول شموله حکومت ټینګار په داسې حال کې دی، چې طالبان ورځ تر بلې د حکومت له عادي څوکيو هم ورځ تر بلې اکثره مسلکي کارکوونکي ځوابوي او پر ځای ېې خپل جنګیالي او ملایان ګماري.

طالبانو مخکې د حکومت د ټول شموله کیدو ژمنې کولې، خو په وروستيو کې په دې اړه څه نه وايي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب