دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهشهباز شريف لویدیځ ته د تلونکو افغانانو لپاره د ويزو په اړه...

شهباز شريف لویدیځ ته د تلونکو افغانانو لپاره د ويزو په اړه پرېکړه اعلان کړه

تاند(يکشنبه، د جوزا ۲۲ مه) د پاکستان صدراعظم شهباز شریف، د هغو افغانانو د ويزو په اړه خپله پریکړه اعلان کړه، چې د هېواد له لارې ېې لویدیز او نورو هېوادونو ته د تګ فرصت لري.

نوموړي ویلي، هغه افغانان چې نور هېوادونه یې خپلې خاورې ته مني او د دې مزل د لنډولو لپاره د پاکستان په لاره تلل غواړي، دوی به ورته په امتیازي ډول عاجلې ويزې ورکړي.

د شهباز شريف په وینا، دا پریکړه یې دغو افغانانو سره د سفر د ورپسې مودو په بشپړولو کې مرسته کوي.

نوموړي په یو لړ ټویټونو کې ویلي، چې د ويزو په اړه نوی سياست یې له افغان وروڼو او خويندو سره په اړین حالت کې د مرستې د هڅو یوه برخه ده.

نوموړي له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې له افغانانو سره مرسته وکړي.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته، ميليونونه افغانانو په قانوني یا قاچاقي ډول هېواد پريښی او مختلفو هېوادونو ته وتلي.

له دې ډلې په سلګونو زرو پورې کسان په دې هيله پاکستان ته تللي او لا روان دي، چې له دغه هېواد څخه به ېې نورو هېوادونو ته د پناه غوښتنې هڅې کاميابې او تر هغې به په دغه هېواد کې مېشت وي.

پاکستاني چارواکو په دې ترڅ کې افغانانو ته د ويزو ورکول محدود کړي، چې ورسره په تور بازار کې د یوې لنډمهاله ویزې بیه تر زرو ډالرو هم رسیدلې ده.

څو ورځې مخکې پاکستان وويل، چې نور هغه افغانان يې ويزه ترلاسه کولای شي، چې د پاکستاني اتباعو لخوا بلنليکونه ور رسيدلي وي.

د پاکستان نوي اعلان ته په غبرګون کې يو شمېر افغان فعالانو ويلي، چې پاکستان خامخا له نړيوالو د دې پریکړې په بدل کې پریمانه پيسې اخيستي.

د دوی په باور، پاکستان د لویدیز ته تلونکو افغانانو په ورتلو، له دې کبله هم خوشاله دی چې لړزانده اقتصاد ته ېې د پریمانه لګښتونو له لارې ګټه رسیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب