دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهنېمروز: یوه تن د مېرمنې او ماشومانو په ګډون د خپلې کورنۍ...

نېمروز: یوه تن د مېرمنې او ماشومانو په ګډون د خپلې کورنۍ ۹ غړي وژلي

تاند(يکشنبه، د جوزا ۲۲ مه) ‏په نېمروز کې يوه کس د مېرمنې په ګډون د خپلې کورنۍ ۹ غړي وژلي دي.

په نېمروز کې د طالبانو د امنيت آمر مولوي محمد مهاجر ویلي، چې دا پېښه نن له غرمې وروسته رامنځته شوې ده.

سرچېنې د نوموړي کس هويت، پېښې کره ځای او احتمالي دلایل نه دي په ډاګه کړي.

ويل شوي، چې په وژل شويو کسانو کې د دغه کس پر مېرمنې سربېره د نوموړي ماشومان او خسر هم شامل دي.

د ځایي چارواکو په وينا، د پېښې عامل له پېښې وروسته په تېښته بريالی شوی.

په وروستيو کې د افغانستان له بېلابېلو برخو څخه د کورني تاوتريخوالي د زياتو داسې پېښو خبرونه ورکول کېږي.

شنونکي اقتصادي ناورين، بې کاري او د طالبانو له واکمنيدو سره د متشدد ذهنیت لا نور عامیدل او حاکمیدل د ورته پېښو اصلي لاملونه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب