یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Home+فېرناندو پېسوا څوک و؟

فېرناندو پېسوا څوک و؟

له نن څخه ۱۳۴ کاله پخوا د ۱۸۸۸ د جون په دیارلسمه فېرناندو انتونيو نوګويرا پېسوا (Fernando Pessoa) د پرتګال په پلازمېنه لیزبون ښار کې وزېږېد.

د پورتني نامه په اړه څو کاله وړاندې څرکنده لږترلږه دومره څه اورېدلي ول چې ياد يې په ذهن کې ځای را ونيو. څه موده وړاندې  يې په يوه بحث کې بېلګيزه لنډه يادونه وکړه او ورسره ځیر شوم چې هغه ډېره سرسري، نابشپړه او يوازې پر اورېدنه ولاړه وه.

همدا لامل وو چې زه يې په اړه لوستنې، پلټنې، پوښتنو او پېژندګلوۍ ته اړ شوم. له دې سره را څرګنده شوه چې دغه انسان تر ايرو لاندې هغه پټ انګار وو چې تر مرګ اووه څلوېښت کاله وروسته يې له خپلې نه غوښتنې سره، سره د اروپا ادبياتو ته نوې تودوخه ور وبښلای شوه.

د نړۍ د نويو ادبياتو له بهيره، زموږ په ادبي چاپېريال کې د دغه ځانګړي ادبي شخصيت لږ تر لږه دومره يادونې ته اړتيا ليدل کېږي چې که د څېړونکيو پام ور اوښته؛ د لابشپړې پېژندنې لپاره يې لار پرانيزي.

هغه څوک وو؟

دغه شخصيت «فېرناندو انتونيو نوګويرا پېسوا» نوږي چې د ۱۸۸۸ کال د جون مياشتې پر ديارلسمه ورځ د پورتګال په ليزبون ښار کې وزېږېد. لا پېنځه کلن وو چې پلار (د موزيک کره کتونکی) يې د توبرکلوز له لامله و مړ. موريې دوه کاله وروسته د سهيلي افريقا لپاره له پورتګالي سلاکار سره واده وکړ او ګرده کورنۍ « دوربان» ښار ته کډه وکړه. پېسوا دا مهال اته کلن وو چې ښوونځي ته ولاړ او هماغلته يې انګريزي او فرانسه يي ژبې زده کړې. پر اووه لس کلنۍ بېرته پورتګال ته ستون شو چې د فلسفې په څانګه کې لوړې زده کړې بشپړې کړي. يو کال وروسته يې پوهنتوني زده کړه پرېښوده او پخپله يې د يونان و جرمن فيلسوفانو ليکنې ولوستې. همدا مهال يې انا مړه شوه او هغه پيسې يې چې له هغې نه ميراث ورپاتې وې؛ د يوې چاپخونې پر جوړولو ولګولې. دا هڅه يې بريالۍ نه وه او د ژوند کولو لپاره يې له سوداګريزو شرکتو سره پر کار پیل وکړ. ځکه چې انګريزي او فرانسه ژبې يې زده وې او په همدغو ژبو يې د شرکتو لپاره ليکونه ليکل او د هغوی استازيتوب يې کاوه. تر دې موده پورې يې په انګريزي ژبه ځينې شعرونه ليکلي ول خو ناڅاپي يې داسې څه احساس کړل چې پورتګال ته لوی کار وکړای شي او له دې سره يې په پورتګالي ژبه ليکنو او شاعرۍ ته ورمخه شوه.

د پېسوا لومړنۍ لنډې ليکنې د پورتګالي نوي شعر په اړه وې چې په « اګوييا» مجله کې خپرېدې او هڅه يې کوله چې پورتګالي شعر ته نوې بڼه ورکړي. پر ۱۹۱۵ کال يې له خپل ملګري (مارييو ديساکارنيرو) سره يو ځای «اورفيو» نو مجله راووېسته چې تر دوو ګڼو پرته يې درېيمه چاپچمتو ګڼه هېڅکله خپره نشوه. راتلونکی کال مارييو ديسکارنيرو په پاريس کې ځان وواژه او پيسوا يوازې پاتې شو. (۱)

د هاغو کلونو په خپرونو کې د پېسوا پخپل نامه په پورتګالي او انګريزي ژبو ځينې خورې ورې ليکنې، شعرونه او دوه کتابونه خپاره شوي ول (۲)، خو دا هغومره څه نه ول چې د چا ډېر پام ور واوړي. د دې تر څنګ، ګڼشر نورې ليکنې او شعرونه په پورتګالي او فرانسه يي رسنيو کې خپرېدل چې ليکوال او شاعران يې چا نه پېژندل او شر يې نېژدې اوياوو ته رسېده. دا هماغه خيالي کرکټرونه ول چې پېسووا يې خپلې ليکنې تر نومو لاندې خپرولې او هر يو بېل هېتيرينوم وو.
له دې ډلې څخه لاندېني څلور يې ډېر ازرښتمن ول:

  • ۱ـ البيرتو کاييرو ( شاعر)
  • ۲ـ ريکاردو رېس ( شاعر)
  • ۳ـ الوارو ديکامپوس ( شاعر)
  • ۴ـ بېرناردو سووا رېس ( ليکوال)

پېسوا د ژوند تر پايه ( اووه څلوېښت کلنۍ) د ليزبون ښار په يوه اپارتمان کې يوازې اوسېده او دومره ساده انسان ښکارېده چې له يوه ميرزا پرته چا بل ګومان پرې نه کاوه. له ګييځه تر مازيګره يې د سوداګريزو شرکتو ورسپارل شوې ليکنۍ چارې بشپړولې. مازيګر مهال کافي ته ورتلو او هلته يي څه ليکل، څښل او له دوستانو سره غږيده. د يکشنبې ورځې يې هم د ښاري بندر تر څنګ په نوميالۍ کافي (برازيليرا) کې تېرولې او هلته يې له دوستانو سره لنګر اچاوه؛ شراب و سېګرېټ يې څښل او خپلمنځي خبرې يې کولې.

پېسوا په يودېرش کلنۍ کې پر يوه نولس کلنه نجلۍ يو ځل مين شو. څو مياشتې وروسته يې مينه سړه شوه او سره له دې چې دواړه په ليزبون کې اوسېدل، تر ليکونو اخوا يې د پېسوا تر مرګه بل هېڅډول اړيکې نه سره درلودل. (۳)
د پېسوا ژوند د پورتګال د ګډوډ سياسي چاپېريال او اوږدې ديکتاتورۍ تر سيوري لاندې په يوازېتوب کې تېر شو. دی اووه څلوېښت کلن وو چې د ينې ناروغي ورپېښه شوه او پر ۱۹۳۵ کال يې د ليزبون په يوه روغتون کې ساه ووته. د پېسوا مرګ هېڅډول انګازه خپره نکړه او په چوپتيا کې د يوه خورا عادي انسان غوندې خاورو ته وسپارل شو.

د پېسوا بيا ژوند:

د پېسوا تر مرګه اووه څلوېښت کاله وروسته د هغه نوم د پورتګال و اروپا د نويو ادبياتو په نړۍ کې وځلېد او د خورا پاملرنې وړ وګرځېد. دا پېښه د «د ناګرارۍ کتاب» له خپرېدلو سره تړلې وه چې پېسوا يې د ليکلو لپاره شل کاله پرې تېر کړي ول. دغه کتاب د هغو څه له پاسه اووه ويشت زره مانوسکرېپت پاڼو تر منځ وو چې پېسوا ګردې د کاليو په يوه لوی صندوق کې غونډې کړې وې او تر مرګه څوکاله وروسته يې د پورتګال ملي کتابتون ته ورسېدې.
پېسوا تل هڅه کړې چې څوک پرې ونپوهېږي او ويې نه پېژني چې دومره برلاسی ليکوال وشاعر دی. دا هڅه لاندېني لاملونه درلودلای شي:

  • ـ نورو ته ځان ښودل يې يو سپک کار ګاڼه. دی يو ځای وايي: ځان ښودنه، له ځانه فاحشه جوړونه ده.
  • ـ فکر يې کاوه که څوک يې وپېژني، دومره به پرې وغږېږي چې له ده نه به خپل افکار هېر شي.
  • ـ پر خپل هنر يې قناعت نه درلود او هغې ورځې ته په تمه وو چې هر څه تر پايه وليکي او بيا يې وګوري چې څه يې سم يا ښه دي؟ او تر چاڼ وروسته يې خپاره کړي.
  • ـ له خپل هنره يې د ځان لپاره هېڅډول هيله نه درلوده. هر څه يې د نورو لپاره ليکل او هنر يې د ځان پر ځای د ټولنې شتمني ګڼله.
  • ـ اټکل يې دا وو چې داسې ژر به نه مري او دومره وخت به ولري چې يوه ورځ دا هر څه خپاره کړای شي.
  • ـ هر څه يې د خپلې اروايي تندې د ماتولو لپاره ليکل. دا پروا يې نه کوله چې که يوه ورځ دا هر څه د نورو لاس ته ور شي، څه قضاوت به پرې وکړي.
  • ـ ټاکلې فلسفي او ايډيولوژيکي کرښه يې نه درلوده او پر فکري پارادوکس اخته وو.

د پېسوا اروايي او هنري پوره پېژندنه ستونځمن کار دی. د ده د ګډوډو لاسي ليکنو چاڼ و اوډنه بشپړه شوې نده او لا هم تر کار لاندې ده چې کېدای شي ډېر نور کلونه هم ونيسي. له دې سره هم، نن ورځ پېسوا د پورتګال د ملي ادبياتو وياړ او د اروپا د نويو ادبياتو مخکښ ګڼل کېږي.

د پېسوا پر ژوندانه دهغه لاندېني کتابونه چاپ شوي ول:

  • پيام (شعرونه)
  • اېنتېنس اپېتاليم (انګريزي شعرونه)
  • د واکمنۍ په منځ کې (نثر)

او تر مرګ وروسته يې تر اوسه له مونوسکرېپتو دا کتابونه راوتلي او چاپ شوي دي :

  • د سندرو کتاب (شعرونه)
  • فاوستو (شعرونه)
  • لېونی ټګ (شعرونه)
  • د کامپوس شعرونه
  • د کايېرو شعرونه
  • د ريس شعرونه
  • انارشيست بانکر (نثر)
  • جاله وان (نثر)
  • د مينې ليکونه (نثر)
  • د منګاره لار (نثر)
  • د پيلونې په اړه لنډه ليکنه (نثر)
  • د ناکرارۍ کتاب (نثر)
  • زما ليزبون (نثر)
  • نبوغ او لېونتوب (نثر) او …. (۴)
پېسوا او ژانپل سارتر:

ادولفو کازايس مونتيرو په ليزبون کې د « پرېزيسا» مجلې د کتنپلاوي غړی وو.په دغه مجله کې د فېرناندو پېسوا او د هغه د هېتيرينومو (۵) شعرونه خپرېدل. ژباړن «پير هورساد» د دغو شعرو يو شر پر فرانسه يي ژباړلي او په « ايکسيل» مجله کې يې خپاره کړي ول. بلخوا، مونتيرو هم له فرانسه يي ژبې د ژانپل سارتر ليکنې پورتګالي ژبې ته اړولې او له سارتر سره يې مخامخ پېژندل. مونتيرو او پير هورساد سره ملګري ول او يو ځای يې کار کاوه. له دې سره، مونتيرو له پېسوا سره هم د ملګرتيا ليکني اړيکي درلودل.

دی يوازېنی سړی وو چې د پېسوا له هېتيرينومو خبر وو. ځکه چې پېسوا پخپلو ليکونو کې هغه ته دا موضوع ليکلې وه.(۶) دا هغه کلونه ول چې ژانپل سارتر (۱۹۸۰ ـ ۱۹۰۵) له اېکزيستنسيليستي فلسفې سره خورا بوخت وو. ويل کېږي او اټکل کېږي چې سارتر د يوه فيلسوف په توګه تر هرڅه لومړی هرومرو د هممهالو افکارو لوستلو او پېژندلو ته ځير او د پورتنيو اړيکيو له لارې د پېسوا له ليکنو او شعرونو سره هم اشنا شوی وو. دا چې د پېسوا د هېتيرينومو په افکارو کې د اېکزيستینسيليزم څرګندې بېلګې ليدل کېدې او په فرانسه يي رسنيو کې هم خپرېدې، بې له شکه چې سارتر هغه ليدلي او د دغې فلسفې په وده او بشپړتيا کې يې ګټه ترې اخيستې ده.

همداراز، ناشونې ده چې مونتيرو او ورپسې هورساد له سارتر سره پر اړيکيو سربېره، مخامخ هغه ته د پېسوا د هېتيرينومو د افکارو يادونه کړې نه وي. د دې لپاره چې پر سارتر باندې د پېسوا پر فکري اغېز لا ښه پوه شو، ښه ده چې لومړی يوڅه پر اېکزيستنسيليزم وغږېږو او بيا وګورو چې د پېسوا په افکارو کې د دغې فلسفې څومره څرک لګېږي؟

اېکزيستينسيليزم:

(exsistere) په لاتين ژبه کې وتل، څرګندېدل او سوبتيا مانالري. داسې ښکاري چې په نوموړې ژبه کې دغه ويي يوازې د انسان لپاره کارېده او وروسته په نورو اروپايي ژبو کې په ټوليز ډول د شتوالي او پايښت لپاره هم کارېدلای دی. په عربي ژبه او د هغې تر اغېز لاندې د پارسي او پښتو ژبو په متونو کې « وجود» ور ته انډول ګڼل شوی او اېکزيستينسليزم ته « وجودي فلسفه» ويل شوې. دا هغه څه دي چې پر اېکزېستنسيلزم د پوهېدلو په برخه کې ستونځه رامنځته کوي. ځکه چې د دې فلسفې د پاملرنې فوکس يوازې پر « انسان» دی. کله چې « وجودي فلسفه » وايو، د هغې بحث پر انسان سربېره دومره پراخېږي چې هر هغه څه چې «شته» ټول پکې راځي. او دومره لوی بحث د اېکزيستينسيليزم پر ځای « فېنومينولوژي» ته ور اوړي.

زما اټکل دا دی چې دلته به تېروتنه شوې وي. سمه به يې داسې وي چې کله د دې فلسفې يادونه کېده يا کېږي،د دغه ويي هماغه خپله مانا دې ورته وکارول شي چې هغه په عربي ژبه کې د « وجود» پر ځای « حضور» او د پښتو ژبې انډول يې « سوبتيا» ده.

د «وجود» او «حضور» تر منځ يو توپير دا دی چې وجود يو عام مفهوم دی او پر انسان سربېره هر څه چې «شته»، ټول پکې راځي. بل توپير يې دا دی چې حضور د وجود په پرتله فعال او د درناوي حالت دی.مانا يې دا چې هر «موجود» هرومرو حاضر و فعال ندی، خو هر «حاضر» هرومرو موجود و فعال دی. او هر موجود هرومرو د درناوي وړ ندی، خو هر حاضر هرومرو د درناوي وړ دی.

سره له دې چې انسان ته د صفت په توګه موجود و حاضر دواړه کارول کېږي، خو ان کله، کله کېدای شي چې يو انسان هم موجود وي خو حاضر نه وي، لکه ويده، نشه او کوما. دا ځکه چې په دغو درېيو حالتو کې انسان فعال نه دی او چې فعال نه وي، حاضر هم ورته ويلای نشو. له پورتنۍ څرګندونې سره سمه به ښه وي که اېکزيستينسليزم ته د وجودي فلسفي پر ځای « حضوري فلسفه» وويل شي. له دې سره به د دغې فلسفي ليدلوری ژر وپېژندل شي او له ورايه به څرګنده شي چې هغه يوازې پر «انسان» غږېږي. اېکزيستينسيليزم ټينګار کوي چې د انسان « وجود» د هغه تر «حضور» مخکېنی دی. وجود يوه جبري پېښه ده او حضور اختياري. همدا وجودي جبر دی چې انسان پر ازادۍ مجبوروي او ازادي د شخصيت د منځته راوستلو امکان چمتو کوي. سارتر ويلي چې انسان پر ازادۍ محکوم دی.

دلته هڅه کېږي څرګنده شي چې انسان د انتخاب و عمل خپلواکي او د هغوی د هر رنګه پايلو مسووليت لري. انسان يوازې «وجود» ندی چې د ځای او زمان يوه برخه يې ډکه کړې ده. هغه «حضور» دی، ځکه چې ځای او زمان تر اغېزلاندې راوستلای شي او په هغوی کې د خپلې اړتيا او غوښتنې له مخې بدلون راولي. دا فلسفه غواړي انسان ته وښيي چې دی د ټاکنې او کړنې پراخه ازادي لري او د همدغه ځواک په مرسته د هر ډول ارادې خاوند دی. که چېرې دی دغه اراده بابېزه ګڼې او خپل برخليک له واکه وتلی ګڼي؛ د هر ډول راتلونکيو پېښو پر وړاندې پخپله مسوول دی. له دې سره، ژانپل سارتر غواړي د انسان پر کړو، وړو او ورځني ژوندانه باندې ميتافيزيکي اغېز خيالي وګڼي او وښيي چې په دې برخه کې د ټولو چارو واګي د انسان پخپل لاس کې دي.همدا راز، دی څرګندوي چې يو انسان ټول انسانيت او ټول انسانيت د يوه انسان مانا لري.

د پېسوا د افکارو اېکزيستينسليستي برخه:

پېسوا د څو شخصيتۍ او پارادوکس له ستونځې سره لاس و ګرېوان ليکوال و شاعر دی او افکار يې پر يوه ځانګړې کرښه روان نه دي. کېدای شي همدا يې يو لامل وي چې د خپلو ګڼ اړخيزو افکارو د څرګندولو لپاره يې بېلابېل هېتيرينومونه پنځولي دي. دا چې دغه ليکنه يوازې د هغه د افکارو له اېکزيستينسيليستي برخې سره تړاو لري، هماغه برخې به يې وړاندې کړو چې دغه افکار پکې څرګندېږي. پېسوا وايي:

  • ـ هماغه څه کېدای شم چې غواړم اوسم، خو غواړم پوه شم چې هغه څه دی.
  • بری په بري کې دی، نه بري ته درسېدلو په ځواک کې.
  • ـ هر انسان هماغه دی چې دی.
  • ـ تر ټولو ځوروونکې تمه هغه څه ته ده چې نشته.
  • ـ ژوند هماغه څه دی چې موږ يې ترې جوړوو.
  • – ژوند همداسې دی، چې موږ يې پېژنو.
  • ـ چې په ذهن کې  ازادي نه وي، بيا نو هېچېرې نشته.
  • ـ هر ځای چې يم، زه يم.
  • ـ د شتوالي لپاره به په ځير ژوند کوو.
  • – هماغومره لوی يم، څومره چې وينم.
  • – موږ هر يو، يوه بشپړه ټولنه يو.
  • ـ موږ له خپلو کړنو سره ژوند کوو، مانا يې دا چې له خپلو هيلو سره ژوند کوو.
  • – موږ په رېښتيا هماغه څه يو چې ارمان يې کوو، نور هرڅه پر نړۍ او ټولو انسانانو اړه لري، ځکه چې رېښتيني شوي دي.
  • – چې شتوالي ته ثابته بڼه ورکړو، ستړی کوونکی به نشي.
  • – هغه څه چې وينو، بل څه نه دي، موږ يو.
  • – بل ځل به داسې وم، لکه زه چې نه يم.
  • – چې تر جبر لاندې يې ژوند کړی نه وي، ازادي احساسولای نشي.
  • – نور څه نه غواړم، ازادي راکړه.
  • – زه تر ما پرته بل څه نه يم، زه هماغه يم چې « زه» زېږېدلای يم، زه ټول پخپله يم.
  • ـ هيلې  د هوډ له ځواکه سرچينه مومي.
  • ـ پر هره هواره ځمکه ماڼۍ ودانېدای شي.
  • ـ هغه چې خپل اروايي بريدونه پېژني، ويلای شي چې زه «زه» يم.
  • – موږ بايد خپل برخليک د خپل ځان غوندې ووينځو او د خپل ژوند بڼه د کاليو غوندې بدله کړو.
  • ـ هر څه دي، ځکه چې موږ يو.
  • ـ رېښتينی پوه هغه دی چې په غړيو کې لوړو څوکو ته د ختلو ځواک لري خو نه ورخېژي. دی پخپل ليد و دريځ د ټولو غرو او تالو څښتن دی (۷).

سره له دې چې د «پېسوا» او «سارتر» تر منځ دمخامخ اړيکيو او پېژندګلوۍ په اړه څه نشته، خو لږ تر لږه دا اټکل پياوړی دی چې سارتر د پېسوا ژباړل شوي اشعار وليکنې لوستلي دي. سربېره پر دې، د خپلو اشنايانو ( مونتيرو او پیر هورساد) له لارې چې د پېسووا ملګري ول؛ د دغه هممهالي ليکوال و شاعر له پورتنيو افکارو خبر شوی او له هغوی څخه يې د تر کار لاندې اېکزيستينسيليستي فلسفې په وده او بشپړتيا کې د سرن کیيرکيګارد، فيودور داستايوفسکي، فريدريښ نيچې، فرانڅ کافکا او داسې نورو د څرګندونو تر څنګ ګټه اخيستې ده.

دلته به د پېسوا او سارتر د اند د پرتلې او د هغوی تر منځ د نېژدېوالي د ليدلو لپاره د سارتر ځينې مشهورې څرګندونې وړاندې کړو. سارتر وايي:

  • – انسان تر خپلې پرېکړې بل څه ندی؛ هغه هماغومره دی، څومره چې يې ځان ته وده ورکړې.
  • – انسان تر هغه څه چې له ځانه يې جوړوي؛ بل څه ندی.
  • – چې سړی څه نکوي، داسې ګڼي چې ګوندې د ټولو پر وړاندې مسوول دی.
  • – انسان پر ازادۍ محکوم شوی.
  • – انتخاب په يوه مانا شونی دی، خو هغه څه چې ناشونی دي، د انتخابولو وړ ندی. زه تل انتخابولای شم، خو بايد پوه شم چې که زه نه انتخابوم، بيا هم انتخابوم.
  • – شتوالی تر څرنګوالي مخکېنی دی.
  • – چې هېڅه يې کړي نه وي، هېڅه ندی.
  • – که زه يوې جګړې ته ور وغوښتل شم، دا جګړه زما جګړه ده، ځکه چې ما هره شېبه په ځانوژنه يا تېښته له هغې مخ اړولای شو. خو چې مخ  ترې وانه ړاوه، نو غوره کړې  ده.
  • – انسان د خپل شتوالي له لامله مسوول دی.
  • – زه د دوي نړيوالې جګړې مسوول يم.
  • – موږ هېڅکله دومره ازاد نه وو، لکه د جرمنيو تر ښکېلاک لاندې چې وو.
  • – ته هماغه څه يې لکه څنګه چې ژوند کوې.
پايکرښې:

د پېسوا ادبي ژوند او د دومره نومو او خيالي کرکټرو تر شا د ځان نه څرګندولو هڅه د پاملرنې وړ معما ده. که کله څرګنده شوه چې دغه انسان بې له بل هر ډول لامله يوازې د دې لپاره خپل هنري کار چا ته نه څرګنداوه چې له هغه يې هېڅډول مادي هيله نه درلوده؛ له ستايل کېدلو او شهرته يې کرکه کوله او هڅه يې دا وه چې د نومورکي او ناپېژندل شوي ليکوال و شاعر په توګه هنر وروزي، پورتګال ته څه ور وبښي او نوی ادب وغوړوي، نو ورسره ښايي چې ووايو « بېلګه انسان» وو.
استغنا د انسان لوړ صفت دی، پرېږده چې « فېرناندو پېسوا» لږ تر لږه د استغنا زده کولو لپاره وپېژندل شي.
……………………………………………………………………………………………………

اخځ:

1 – Text: Margit Hainzl, Emil Wimmer- wer war Fernando Pessoa? Ambiente, Ö1, 10:05, 28.11.2010
۲ـ د پېسووا د شعرونو بېبليوګرافي
www.culturapara.art.br
3 – Text: Margit Hainzl, Emil Wimmer 27.11.2010 Ö1
4 – http://www.casadobruxo.com.br/poesia/f/fp_texto48.htm
۵ ـ هېتيرينوم هغه خيالي شخصيت دی چې خپله بيوګرافي، ليدلوری، کرکټر او ځانګړی سبک لري او ليکوال يا شاعر پرته له دې چې څرګند شي؛خپل افکار د هغه په ژبه وړاندې کوي.
۶ ـ پېري ريواس ـ د ادولفو کازايس مونتيرو فرانسه يي ملګري، پاريس پوهنتون ۱۰ تاتېري
//revistaeletronicas.pucrs.br
7 – Fernando Pessoa Zitate, http://www.goodreads.com/author/quotes/7816.Fernando_Pessoa

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی