جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+په انسټاګرام کې دا بدلون راغی

په انسټاګرام کې دا بدلون راغی

تاند- هماغسي چې په یو شمېر نورو خواله رسنیو کې خپل پوسټ پین کولی یا د پاڼې په سر کې پرېښودلی شئ، له دې ایسته به په انستاګرام کې هم دا کار کولی شئ.

انسټاګرام اوس خپلو کاروونکو ته اجازه ورکوي چې تر ۳ پوستونو یا ریلزونو (Reels) پورې په خپل پروفایل کې پین کړي.

د انسټاګرام پین شوي پوسټونه به د ټویټر او ټیک ټاک په شان ستاسو د پروفایل په پاسنۍ برخه کې لیدل کېږي.

انسټاګرام تېره میاشت ویلي و چې د کاروونکو پر پروفایل د پوسټونو د پین کولو د اسانتیا پر زیاتولو کار کوي او ازمېښت یې پیل کړی دی.

له نن څخه په انسټاګرام کې دا زیاتونه شوې ده. میټا کمپنۍ، چې فیسبوک او انسټاګرام ورسره تړلي دي، وايي چې په دې کار یې خپلو کاروونکو ته یوه بله اسانتیا رامنځته کړې ده.

د انسټاګرام رييس اډم موسري پر خپله ټویټرپاڼه د دې نوې ځانګړنې په اړه داسې لیکلي:

«سناسو پروفایل ستاسو ځانګړې فضا ده، نو موږ تاسو ته د نورو لارو د موندلو په لټه کې یوو څو هغه اداره کړای شئ.»

په انسټاګرام کې د پین کولو طریقه

انسټاګرام ویلي چې کاروونکي به یې په اسانه دا کار کولی شي. د خپل پوسټ یا ویډیو درې ټکي کلیک کړئ او نوی انتخاب (oin to your profile) په خپل پروفایل کې پین کړئ. همداراز په پروفایل کې پین شوي پوسټونه د سنجاق په سپین ایکن کې ښکاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب