جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد تېر حکومت د کابینې یو غړی بېرته هیواد ته راستون شو

د تېر حکومت د کابینې یو غړی بېرته هیواد ته راستون شو

تاند(چهارشنبه، د جوزا ۲۸ مه) د افغانستان د تېر حکومت د کابینې یو غړی، چې د طالبانو له واک ته رسېدو سره سم، جلاوطنه شوی و، پرون بېرته کابل ته راغی.

فاروق وردک د پخواني حکومت لومړنی وزیر دی چې بېرته هیواد ته راځي. تر ده وړاندې د پخواني حکومت په چارواکو کې سلام رحیمي تر ټولو جګپوړی پخوانی چارواکی و چې هیواد ته راستون شو.

په وروستیو ورځو کې د دفاع وزارت پخوانی ویندوی متقاعد جنرال دولت وزیري او د افغانستان برښنا شرکت پخوانی ريیس امان الله غالب هیواد ته بېرته راغلل.

د طالبانو د حکومت یوه ویندوی احمد وثیق وویل، فاروق وردک، له ترکیې څخه خپل هیواد ته راستون شو.

وثیق رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د متقاعد جنرال وزیري او امان الله غالب ترڅنګ یو شمېر نور پخواني پوځي افسران هم خپل هیواد ته بېرته راغلي دي.

فاروق وردک، چې د حامد کرزي په حکومت کې د پوهنې او د اشرف غني په حکومت کې د پارلماني چارو وزیر و، د کابل په حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې دولتي تلویزیون ته وویل چې ډیر پخواني چارواکي په دې فکر کوي چې بېرته خپل هیواد ته راشي ځکه چې هغوی په خپل هیواد کې خوشالي او درناوی احساسوي خو ده په عین حال کې وویل چې ممکن کم شمېر کسان به نه غواړي چې بېرته خپل هیواد ته راوګرځي.

د پخواني ولسمشر اشرف غني په شمول یو شمېر پخواني چارواکي متحده عربي اماراتو ته تللي خو ګڼ نور په ترکیه کې مېشت دي.

1 COMMENT

  1. تالبانو ته دی ددې وزیر صیب راتګ ډیر ډیر مبارک وی
    کیدی شی دداسی پاکو او د هیواد په درد دردمنو خلکو راتګ ورته په ښه فال تمام شی او ښايی داسی لاری چاری ورته د خپلو پراخه تجربو له امله وښايی چی نه يی ایمان ته زیان ورسی او هم ډیر پریمانه غنیمتونه تر لاسه کړی
    هم ثواب او هم خرما

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب