Homeخبرونهد کلدارو بيا رواجیدل، د ښځو خلاف د ط- انو اقدامات د...

د کلدارو بيا رواجیدل، د ښځو خلاف د ط- انو اقدامات د نويو افغانيو لېږد ځنډولی

تاند(چار شنبه، د جوزا ۱۸ مه) ‏ په داسې حال کې، چې د افغانستان په بازارونو کې د افغاني بانکنوټونو د کمښت شکايت کیږي، راپورونه وايي چې په مختلفو ولايتونو کې د پاکستاني کلدارو بیرته چلښت زيات شوی.

له دې سره په افغانستان بانک کې یوه سرچینه تاند ته وايي، چې په پولینډ کې درې میلیارډه افغانۍ د جمهوري نظام په وروستيو کې چاپ شوي، خو د ښځو پر وړاندې د طالبانو سخت دریځي ېې هېواد ته د لېږد پر وړاندې اساسي خنډ دی.

طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

له څه مودې راهيسې مختلفو ولايتونو څخه د افغاني بانک نوټونو د کمښت شکايت کیږي.

اقتصادي شنونکي انديښمن دي، چې د طالبانو نا سنجول شوي کارونه به د افغانستان د اندیښنې وړ اقتصاد او نورو زيربناوو د نابودۍ سبب شي.

دوی له طالبانو غواړي، چې د مسلکي خلکو غږ واوري او د افغانستان برخليک د خپلو ایډیالوژیکو هوسونو قرباني نه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...