Homeخبرونهايران د جمهوريت د سقوط پر مهال د ور وړل شويو پوځي...

ايران د جمهوريت د سقوط پر مهال د ور وړل شويو پوځي تجهيزاتو يوه برخه افغانستان ته واستوله

تاند(چار شنبه، د جوزا ۱۸ مه) ‏د طالبانو د دفاع وزارت چارواکو ويلي، چې ايران ورته د دوی په هڅو د جمهوري نظام د سقوط پر مهال د ور وړل شويو پوځي تجهيزاتو او وسلو يوه اندازه بیرته سپارلې ده.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې په دې تجهيزاتو او وسلو کې ۱۷ فيلډرې او لوکسې موټرې، ۶ عراده رينجرې، ۶ هاموې ټانګونه، يو انټرنيشنل موټر، يو څلور ټایره موټر، يو اطفائيه موټر، ۵۷ کلاشينکوفونه، ۳۹ راکټه، ۴۲ پيکاګانې،‌۷ دهشکې او یوه اندازه نورې وسلې شاملې دي.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه وسلې او تجهيزات د اسلام قلعه بندر له لارې ایراني چارواکو بيرته طالبانو ته سپارلي دي.

ويل شوي، چې دغه وسلې او تجهيزات د جمهوري نظام د پاشل شويو امنيتي ځواکونو له لوري د نظام د سقوط پر مهال ايران ته وړل شوي وو.

د طالبانو ځینو تبلیغاتي مبلغينو په ټولنيزو رسنيو کې د خپل دفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد په حواله لیکي، چې ټولو هېوادونو څخه به د افغانستان وسلې او مهمات په همدې ډول بیرته را وګرځوي.

د طالبانو په رسمي اعلاميه کې په دې اړه څه نه دي ويل شوي.

ويل کيږي، چې پر ایران سربېره پاکستان، ازبکستان، تاجيکستان او یو شمېر نورو ګاونډيو هېوادونو ته هم د جمهوري نظام د سقوط پر مهال په ورته ډول په پراخه کچه د افغانستان وسلې او مهمات قاچاق شوي دي.

مخکې ازبکستان او تاجيکستان، چې د افغانستان ډېرې چورلکې ور‌وړل شوي، د وسلو او تجهيزاتو له سپارلو ډډه کړې وه، چې د طالبانو له توند لفظي غبرګون سره مخ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...