جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهسمنګاني: د جمهوريت د پوليسو تر یونیفورم ۷۵ سلنه ارزانه یونیفورم مو...

سمنګاني: د جمهوريت د پوليسو تر یونیفورم ۷۵ سلنه ارزانه یونیفورم مو خپلو پوليسو ته جوړ کړ

تاند(چار شنبه، د جوزا ۱۸ مه) ‏‏د طالبانو د حکومت مرستيال وياند انعام الله سمنګاني ويلي، چې د طالبانو لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده د طالبانو د ملي پوليسو یونیفورم منظور کړی.

د هغه په وينا، له دې سره به په کابل او کندهار کې ۲۰ زره تنو طالب پوليسو ته دغه یونیفورم د وېش چارې پیل شي.

انعام الله سمنګاني زياته کړې، چې د دغه یونیفورم د وېش چارې به تر راتلونکو دوو اونیو پورې پیل شي.

ښاغلی سمنګاني زیاتوي :« د افغانستان د ملي پوليسو نوی یونیفورم د مخکيني یونیفورم په پرتله د بیې له مخې ۷۵ سلنه ارزانه تمام شوی، چې د روڼتيا او فساد سره د مبارزې په برخه کې د کورنيو چارو وزارت مهم ګام ګڼل کېږي.»

يو شمېر خلکو د طالبانو د دې کار هرکلی کړی او ویلي، چې ځواکونو ته یې د معلوم یونیفورم چمتو کول به د خپلسريو او طالب جنګیالیو څخه د خلکو د وېرې مخه ونيسي.

يو شمېر نورو خلکو بیا ویلي، چې طالبان د جمهوري نظام د پولیسو له یونیفورم سره څه دښمني لري، چې په داسې خرابو اقتصادي شرايطو کې پر نوي یونیفورم جوړولو پیسې لګوي؟

تر اوسه د طالبانو پولیسو معلوم یونیفورم نه درلود او له دې کبله ځینې وخت يو لړ جرمونه هم د طالبانو په جامه کې تر سره کیدل.

3 COMMENTS

  1. دا چی د طالبانو پولیس پس له څه کم ۱۰ میاشتو د یونیفورم خاوندان کیږي ښه خبر دی خو باور وکړۍ زما تر اوسه عقل کار نه ورکوي چی دا اخوند هیبت الله چی ځان ولس ته نه ښی مګر حتی د پولیسود یونیفورم څرنګوالی هم باید د ده په خوښه وي ، د نجونو تعلیم باید د ده په خوښه وی، د میرمنو کالی باید د ده په خوښه وي، ټول مقر رۍ د وزیرانو نه نیولی تر معینانو رئیسانو والیانو امنیه قوماندانو لنډه دا چی د هیواد ټول ملکی نظامی ، تعلیمی ، فرهنګی ،روغتیائی او ……. کارونه باید دا مجهول الهویه او مجازی سړی چی حاضر نده خپل مخ ولس ته ښکاره کري باید د ده په خوښه وي ، هیبت الله اخوند که واقعا ژوندی هم وي ( زما په آند یو په سلکو هم د هغه د شتون امکان نسته ) راځۍ چی یوه شیبه دا ومنو چی هغه وجود لري نو پدی صورت کی هغه به ښائي د خپل عمر په ۷۰کلنۍ لسیزی کی وي ، اوس نوآیا د یو سالم عقل خاوند دا منلی شي چی یو اویا کلن بوډا دا ټول کارونه چی یوازی څو بیلګی ته یی پورته اشاره وشوه ټول سرته ورسوي ؟؟؟؟
    پدی یووشتمی پیړی که حتی یو ماشوم ته څوګ دوکه نشي ورکولی مګر پنجابی آی اس آی غواړي ۴۰ میلونه افغان ولس وغولوی هماغسی چی لس کاله اسامه بن لادن یی د خپل نظامی قشلی تر څنګ پټ کړی و مګر ټولی نړۍ ته یی ویل چی موږ اسامه پسی ګرځو.لَعْنَتَ اللَّهِ عَلَى الْکَاذِبِینَ

  2. د ملا هبټ اصلي نوم جنرال جاوید باجوه دی ، خو له افغانانو پټ ګرځي . په کابل کې د هغه قایم مقام تور مکناټن منصور احمدخان دهغه پرځای فرمانونه او هدایتونه صادروي .
    په اسلام کې مخ پټی امیر المومنین نشته .

  3. د ښاغلو زیړګل او عثمانی د فرمائشاتو په ادامه:
    د طالبانو د حکومت ګټه او فیض او برکت به عام وولس ته ور رسېدلئ وی یا نه خو ما ته ئې ډیره ګټه را رسولې ده ځکه:
    زما د رکیکو کنځاوو استعداد د طالب له برکته ډیر غوَړېدلئ دئ چی البته دا رکیکی کنځاوی می ټولی طالب جان ډالۍ کړیدی . (مخکی می هم څه نا څه د کنځاوو استعداد درلود خو اوس ډیر پکی تکړه یم ).
    خبره می دا ده چی:
    ملا ډراکولا ( هیبتولا ) ځکه په عمومی محضر کی نه ښکاری چی تر اوسه ئې د قد او قامت وړ یونیفورم نه دئ جوړ سوئ او د اورېدو څخه ۵۷ فیصده کار ئې لا پاتی دئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب