پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپنجشېر او نوي راپورونه، واشنګټن پوسټ: ط- ان د پنجشېر جګړه پټوي

پنجشېر او نوي راپورونه، واشنګټن پوسټ: ط- ان د پنجشېر جګړه پټوي

تاند(چار شنبه، د جوزا ۱۸ مه) ‏‏له پنجشېر ولايت څخه د طالبانو او مقاومت ډلې د جګړو له نويو راپورونو سره هم مهاله، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د دغې جګړې په اړه له سیمې خپل مستند راپور خپور کړی او ویلي، چې طالبان په ټول قوت د دغې جګړې د پټولو په هڅه کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د احمد مسعود په مشرۍ د پنجشېر د مقاومت ډلې ویاند صبغت الله احمدي د پريان ولسوالۍ په کوه سور سیمه کې د ۸ طالب جنګیالیو د وژلو ادعا کړې ده.

نوموړي ویلي، چې دغلته يې طالب ځواکونو پر پوستې برید کړی و، چې په ځوابي ډزو ېې ۸ تنه وژل شوي دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مشرتابه د پنجشېر لپاره له لسو کلونو راهیسې خپل ګومارلی والي مولوي قدرت الله امیني، چې د پنجشېر اوسېدونکی و، د جنګي وضعیت په کرارولو کې د پاتې راتلو له کبله له دندې ګوښه او پر ځای ېې د هلمند ولايت یو مولوي محمد نسیم نوري ټاکلی دی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ویلي، چې د ټولو خبریالانو برعکس، چې طالبان ورته د پنجشېر د جګړې د خبري پوښښ اجازه نه ورکوي، د دوی خبريال سیمې ته تللی او موندلي ېې دي چې له تیرې روژې میاشتې راهیسې په پنجشېر ولايت کې د طالبانو او مقاومت ډلې تر منځ درنې نښتې کیږي.

سرچينه دواړو لوريو ته د مرګ ژوبلې خبر ورکوي او وايي طالبان د خپلو مخالفو جنګياليو د جسدونو خښولو ته نارینه نه پریږدي، تر دې چې په ځينو برخو کې ښځو د خپلو سیمو جنازې خاورو ته سپارلي دي.

د طالبانو ځايي قومندانانو په پنجشېر کې د واشنګټن پوسټ خبريال ته ويلي، چې هلته جګړه نشته، بشپړ امنيت حاکم او دوی پر ټولو سیمو کنټرول لري.

دا په داسې حال کې ده، چې ځایي خلکو يادې ورځپاڼې ته د جګړو د شدت او ډېر بد وضعیت يادونه کړې ده.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبريال زیاته کړې، چې د ټولو سیمو برعکس طالبانو په پنجشېر کې په زرګونه او له بل هر ځای څخه ډېر ځواکونه ځای پرځای کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب