پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهطالبانو خپلو پولیسو ته نوی یونیفورم معرفي کړ

طالبانو خپلو پولیسو ته نوی یونیفورم معرفي کړ

تاند(چهارشنبه، د جوزا ۱۸ مه) د تېر کال د اګست په ۱۵ مه د طالبانو لاس ته د کابل له ورتګ سره سم د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه وپاشل شول او طالبانو هڅه ونه کړه چې دا منظم ځواکونه بېرته را یوځای کړي. په تېرو ۹ میاشتو کې طالب ځواکونه بې له دې چې یونیفورم ولري او خلک یې وپېژني، د خپلسرو ملېشو په شان په شخصي جامو کې ګرځېدل.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کورنیو چارو وزارت نن (چهارشنبې) په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې د پولیس ځواک لپاره نوی یونیفورم جوړ شوی دی.

په نوي یونیفورم کې، چې ځینو پولیسو په خبري غونډه کې اغوستي وو، لوی توپیر په رنګ کې یې دی، پخوا د افغان پولیسو د یونیفورم رنګ فولادي بخونه رنګ درلود خو د طالبانو له لوري پولیسو ته ماشي رنګ غوره شوی دی.

همداراز د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ پر ځای د طالبانو سپین رنګه بیرغ یې پر لستوڼو لګول شوی دی.

طالبان، د افغانستان ملي بیرغ، چې تر سلو کالو زیاته مخینه لري او لا یې هم ډېر افغانان ملي بیرغ ګڼي، نه مني او د هغه پر ځای یې خپل تنظمیي بیرغ د هیواد د بیرغ په توګه تحمیل کړی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو مرستیال وزیر مولوي نورجلال جلالي د پولیسو د نوي یونیفورم د معرفي کولو په مهال وویل، پولیسو ته نوی یونیفورم د طالبانو د واک د ترلاسه کولو له پیله د دوی لپاره یو لومړیتوب و.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویندوی عبدالنافع ټکور وویل، یوې کورنۍ کمپنۍ د قرارداد پر اساس ۲۰ زره یونیفورمه چمتو کړي او یولک نور به هم په راتلونکو اوونیو کې جوړ شي.

د پولیسو نوی یونیفورم به لومړی په کابل او کندهار ولایتونو کې پولیسو ته ورکړل شي.

د طالبانو اکثره پولیس نا روزل شوي دي خو د کورنیو چارو مرستیال یې وايي چې ۵۰ زره پولیسو لنډمهاله کورسونه ویلي او ۴۰۰ پولیس افسران له کورسونو فاغ شوي دي.

1 COMMENT

  1. دا چی د طالبانو پولیس پس له څه کم ۱۰ میاشتو د یونیفورم خاوندان کیږي ښه خبر دی خو باور وکړۍ زما تر اوسه عقل کار نه ورکوي چی دا اخوند هیبت الله چی ځان ولس ته نه ښی مګر حتی د پولیسود یونیفورم څرنګوالی هم باید د ده په خوښه وي ، د نجونو تعلیم باید د ده په خوښه وی، د میرمنو کالی باید د ده په خوښه وي، ټول مقر رۍ د وزیرانو نه نیولی تر معینانو رئیسانو والیانو امنیه قوماندانو لنډه دا چی د هیواد ټول ملکی نظامی ، تعلیمی ، فرهنګی ،روغتیائی او ……. کارونه باید دا مجهول الهویه او مجازی سړی چی حاضر نده خپل مخ ولس ته ښکاره کري باید د ده په خوښه وي ، هیبت الله اخوند که واقعا ژوندی هم وي ( زما په آند یو په سلکو هم د هغه د شتون امکان نسته ) راځۍ چی یوه شیبه دا ومنو چی هغه وجود لري نو پدی صورت کی هغه به ښائي د خپل عمر په ۷۰کلنۍ لسیزی کی وي ، اوس نوآیا د یو سالم عقل خاوند دا منلی شي چی یو اویا کلن بوډا دا ټول کارونه چی یوازی څو بیلګی ته یی پورته اشاره وشوه ټول سرته ورسوي ؟؟؟؟
    پدی یووشتمی پیړی که حتی یو ماشوم ته څوګ دوکه نشي ورکولی مګر پنجابی آی اس آی غواړي ۴۰ میلونه افغان ولس وغولوی هماغسی چی لس کاله اسامه بن لادن یی د خپل نظامی قشلی تر څنګ پټ کړی و مګر ټولی نړۍ ته یی ویل چی موږ اسامه پسی ګرځو.لَعْنَتَ اللَّهِ عَلَى الْکَاذِبِینَ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب