Homeخبرونهتر راتلونکو شپږو مياشتو د ټاپي پروژې عملي چارې پيليږي

تر راتلونکو شپږو مياشتو د ټاپي پروژې عملي چارې پيليږي

تاند(چار شنبه، د جوزا ۱۸ مه) ‏‏‏د طالبانو چارواکو ویلي، چې تر راتلونکو شپږو مياشتو پورې به د ټاپي سیمه ییزې پروژې عملي چارې پيل شي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس وايي، چې په دې اړه نن په هرات کې د طالبانو والي شیخ‌الدیث نوراحمد اسلام‌جار، په افغانستان کې د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې اجراييوي رييس محمد مراد امانوف خبرې سره کړي دي.

سرچينه زياتوي، چې د ټاپي پروژې د عملي چارې د پیل نېټه د يادې پروژې اجراييوي رييس کړې ده.

ټاپي د افغانستان له لارې د دغه هېواد په ګډون پاکستان او هندوستان ته د ترکمنستان د ګازو نل ليکې د لېږد پروژه ده، چې چارې ېې پخوا پلان شوې وې، خو عملا د پخواني ولسمشر اشرف غني د ولسمشرۍ پر مهال پیل شوې وې.

اقتصادي شنونکي بيا په دې اړه ډېر خوشبینه نه ښکاري، ځکه په وینا تر هغې چې د طالبانو حکومت ملي او نړيوال مشروعيت پیدا نه کړي، هېوادونه او نړيوال سازمانونه ورسره په ډاډه زړه تعامل نه شي کولای.

شنونکي پر دې هم ټينګار کوي، چې د مسلکي کادرونو په نه موجوديت کې به د ملايانو د حکومت ګډون او مخته تلل په داسې مهمو پروژو کې افغانستان ته ډېر ګټور نه وي.

طالبان بيا داسې ادعاوې ردوي او د ښو اقتصادي پروګرامونو د لرلو خبره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...