Homeخبرونهد‌ هلمند په سلمانیو کې د عکسونو لګول او د‌ غزني پر...

د‌ هلمند په سلمانیو کې د عکسونو لګول او د‌ غزني پر زده کوونکو پیکی پريښودل منع شو

تاند(چار شنبه، د جوزا ۱۸ مه) ‏ راپورونه وايي، چې طالبانو په هلمند کې سلمانیان په خپلو دوکانونو کې له عکس لګولو او غزني کې زده کوونکي له پیکي پريښودلو منع کړي.

ويل شوي، چې د غزني پر زده کوونکو د خولۍ ايښودل هم جبري شوي دي.

له دې سره، په هلمند کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې منسوبينو د هغو کسانو کمپیوټرونه وړي، چې د خلکو موبایلونو ته ېې سندرې او فلمونه اچول.

د طالبانو دغې ادارې او په ټوله کې ټول حکومت په وروستيو کې د خلکو ژوند ته محدوديتونه او مزاحمتونه اوج ته رسولي.

له دې سره، ډېری هغه خلک چې مخکې یې د طالبانو د بدلیدو خبرې او دوی ته لابۍ کولې، اوس له دوی څخه نهيلي ښکاري.

د طالبانو ډېرو داسې پلویانو هم له څه مودې راهيسې د دوی د داسې کړنو نقدول پیل کړي او خبرداری یې ورکړی، چې د همداسې فعاليتونو له دوام سره به د طالبانو واکمني ډېر دوام ونه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...