یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+بې چلوونکې بیړۍ ۱۰ زره کیلومتره مزل وکړ

بې چلوونکې بیړۍ ۱۰ زره کیلومتره مزل وکړ

تاند- د امریکا د ټکساس له فري پورت بندره بې چلوونکې باري بیړۍ، چې ۱۲۲ زره ټنه طبیعي ګاز پکې بار و، تر جنوبي کوریا ورسېده.

هیونډای اعلان وکړ چې د (پریسم کوریج) په نوم دې بیړۍ په سمندر کې لس زره کیلومتره مزل کړی دی.

Prism Courage د مې په لومړۍ نېټه د ټکساس له فریپورټه روانه شوه، له پاناما اوبلارې تېره، ارام سمندر ته داخله شوه. له ۳۳ ورځې مزل وروسته په جنوبي کوریا کې د چانګ چیونګ ایالت این جي یوریونګ بندر ته ، چې اصلي منزل یې و، ورسېده.

که څه هم تر دې وړاندې وړې بې ماڼو یا بې چلوونکې بیړۍ ازمویل شوي خو دا یوه ستره بیړۍ ده او خورا اوږد مزل یې په کامیابۍ وکړ.

ویل شوي چې د دې خپله چلېدونکي یا بې چلوونکي سیستم (HiNAS2.0 ) د سونګ موادو مصرف ۷ سلنه لږ دی او ګلتوني ګازونه تر نورو هغو په سلو کې ۵ لږ تولیدوي او پر دې سربېره نورې بیړۍ پېژندلی او ځان له ټکره ساتلی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب