بهي هغه مېوه ده چې د مني موسم په وروستیو کې پخېږي؛ که مو خام بهي خوړلی وي، زړو یا دانو ته به مو یې هرو مرو پام کړی وي چې په یو ډول سرېښناکو موادو چې (Tannin) نومېږي پوښل شوې وي؛ کله چې بهي وخوړل شي د تانن په نوم دغه مواد له لویو کولمو سره سرېښېږي، د کولمو مخاطي غشا د التهاب پر وړاندې قوي کوي او له سرطان څخه یې ژغوري.
که بهي خام وخوړل شي او یا هم و اېشول شي، دواړه یې د ستړیا په له منځه وړو کې ګټور تمامېږي.
د هغو کسانو لپاره چې پر زکام اخته وي او یا هم ټوخی ولري، په اوبو کې اېشېدلی بهی یې ښه نسخه ده.
اوس چې د بهي د مېوې موسم دی، تازه پیدا کېږي، د خام یا تازه بهي غذایي ترکیبات پر ځای وي، د مڼې په څېر یې په خوړولو کې ځنډ مه کوئ.
په بهی کې معدني مواد او ځانګړنې یې:
په بهی کې په ډېره اندازه معدني مواد لکه مس، اوسپنه، پوتاشیم، کلیسم او مګنيزیم شتون لري.
بهی د سرطان ضد مېوه ده:
دا چې بهي په خپل ترکیب کې انتي اکسیدان لري، نو په بدن کې د هر ډو سرطان مخه نیسي، دغه راز بهی مغذي ګیاهي مواد لکه فیبر او ګڼ ويټامینونه هم لري.
بهي له غوړو خالي مېوه هم بلل کېږي؛ په بهی کې د غوړو اندازه په صفر کې ضرب ده، نو هغو کسانو ته چې د وینې غوړ لري، د خوړو لپاره مناسبه مېوه بلل کېږي.
بهي د ويټامین (سي) ښه سرچينه ده:
د پاخه شوي بهي په هرو سلو ګرامو کې ۱۵ ملي ګرامه ويټامین (سي) شته چې په ورځني ډول زموږ د بدن ۲۵ سلنه ويټامین سي پوره کولی شي، دغه راز په بهی کې ويټامین B1, B6, B9 هم موندل کېږي.
ژباړه: حمیدي