یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهله ط چارواکو سره د قطر د ملي امنیت د سلاکار مشورتي...

له ط چارواکو سره د قطر د ملي امنیت د سلاکار مشورتي خبرې

تاند(جمعه، د جوزا ۲۰ مه) د قطر د ملي امنیت سلاکار محمدبن احمد المسند، چې د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی، د طالبانو له کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره په کتنه کې ویلي چې هیواد یې له افغانستان سره کلکې عقیدوي اړیکې لري.

د طالبانو د کورنیو چارووزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي جې د قطر د ملي امنیت سلاکار له سراج الدین حقاني سره په کتنه کې وویل چې قطر به هر وخت له افغانستان سره خپلو عقیدوي او ایدیالوژیکو اړیکو ته دوام ورکړي.

د قطر د ملي سلاکار دا هم ویلي چې په نړۍ کې په سیاسي او اقتصادي برخو کې د افغانستان د پرمختګ په لاره کې د پرتو خنډونو د لېرې کولو لپاره به قطر هڅه وکړي.

ویل کېږي چې د قطر د ملي امنیت سلاکار د دې لپاره کابل ته تلللی چې طالب چارواکو ته ووايي، کوم افراطي اقدامات چې دوی کوي، نه یوازې دا چې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو چانس له منځه وړي بلکې له افغانستان سره د نړیوالو مرستې محدودوي او په عین حال کې اسلام نړیوالو ته منفي معرفي کېږي.

دې ته په کتو چې قطر په کلونو د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه و او همداراز یې له امریکا سره د خبرو اسانتیا ورته برابره کړې وه، باور کېږي چې خبرې به یې د طالبانو په منځ کې اورېدونکي ولري.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هم دې ټکي ته اشاره کړې، ویلي یې دي چې افغانستان له قطر سره «ژوره او حیاتي اړیکه» لري او قطر په خورا سختو شرایطو کې له افغانانو سره مرسته کړې ده.

د قطر د ملي امنیت سلاکار محمدبن احمد المسند د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره هم کتلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب