احمد شاه بابا انسان دوست او په انساني کرامت مئین انسان و، پر کمزورو او خوارانو یې زړه سوی کاوه، سرغړوونکي یې بښل، د ظالمانو سر سخت دښمن، اسلامي شریعت ته قایل او افغاني مليتوب ته ژمن و.
هغه د افغانانو نږدې او خوخوږی مانوي پلار بلل کېده خو د بهرنیو دښمانانو پر سر اسماني تندر او غازي ځواک و. هغه خپلو زامنو ته ویلي وو چې له سرغړوونکو سره غیر انساني چلند مه کوئ، د بدن غړي یې مه غوڅوئ او هیڅوک د درناوي په پار خپلو پښو ته د ټیټدو لپاره مه پریږدئ. نوموړي هغه کارونه له خپل دربار څخه ایسته کړي وو چې له اسلامي شریعت سره خلاف وو، د ټیټې ملا د سلام پر ځای یې لاس تندي ته د جګولو سلام دود کړی و.
که څه هم په هغه وخت کې له سرغړوونکو د بدن غړي غوڅیدل او یاغي انسانانو ته رنګارنګ سزاګانې ورکول کېدې او د درناوي په پار د پاچا کورنۍ او د دربار مشرانو ته د سر ټیټول عام وو، خو احمد شاه بابا دا هر څه د اسلامي شریعت او انساني کرامت له مخې بد ګڼل.
هغه د افغاني ټولنې پېژندونکی انسان و، د ښځو له طلاق سره جوړ نه و، ځکه چې په افغاني ټولنه کې طلاق ته په بده سترګه کتل کیدل او دا دود اوس هم په پښتنو کې عام دی. د هغه په پیر کې هیچا حق نه درلود چې خپل مریي ووژني او یا داسې سزا ورکړي چې د انساني کرامت خلاف وي، که څه هم په تیر تاریخ او له نوموړي زمانې وروسته له غلامانو سره تل غیر انساني سلوک شوی خو کیدای شي د تاریخ په اوږدو کې ډېر کم داسې مثالونه پیدا شي چې د مريانو دومره حقوق پکې خوندي وي لکه بابا چې دا کار کړی و.
هغه په کور د ننه هم له خپلو مخالفینو سره ښه سلواک کاوه، که څه هم هغه وخت هیچا د خپلو مخالفینو په ځپلو صرفه نه کوله او بې مرګه یې نه پریښودل، خو بابا سره له دې چې وژل یې نه بلکې ښه چلند به یې هم ورسره کاوه. په سیاسي تاریخ کې دا او دې ته ورته خبرې موږ ته د لوی انساني زغم پیغام لري که څه هم تاریخ لوستنه انساني شعور پخوي خو داسې تاریخي او انساني عمل موږ ته د لوی زغم سبقونه راکوي چې باید په اوسني وخت کې ګټه ترې واخلو. موږ په روانه زمانه کې د داسې پېښو شاهدان یو چې ځينو د خپل قدرت د بقا لپاره تل انساني کرامت تر پښو لاندې کړی دی. خو سره له دې یې هم قدرت یې پایښت نه دی کړی، که موږ د احمد شاه بابا انساني کرامت ته نظر وکړو نو دا راته په ډاکه کوي چې کوم کارونه په انساني زغم کې شوني دي هغه د استبداد او تشدد په وسیله هیڅکله هم نشي کېدلی.
هغه د افغانانو تر منځ جرګې او روغې جوړې کولې، د علماوو او مشرانو رایې ته یې درناوی کاوه، د خلکو خبرو ته یې په ښه توګه او سړه سینه غوږ نیوه او په سختۍ یې خبرې نه کولې. د دې لوی انسان دغه ښه صفتونه د دې لامل شوي وو چې د افغان ولس په زړه کې د ښه والي دنګې ماڼۍ ابادې کړي.
خپل ولس (افغانانو) هغه ته د یو پاچا په سترګه نه کتل بلکې هغه یې د یو ملي مشر په توګه منلی و. ولس به د هغه امر بې دلیله منلو او په ویاله ټنډه به یې ترې اطاعت کاوه. د بابا شخصي اعمال پاک وو ځکه چې نوموړی یو دینداری او اسلامي شریعت ته پابند انسان و. د هغه وخت په پاچاهانو کې چې د تاریخي اسنادو پر اساس کومې کمۍ او کاستۍ پیدا شوي دي په نوموړي کې یې ساری ډیر کم لیدل کېږي. دی پخپله ژبه او ژمنه ولاړ انسان و، پنځه وخته لمونځ به یې پخپل وخت ادا کاوه او هیڅ ډول نشه یې نه کوله.
هغه ته خپل ولس ( افغانانو) د خدای د ولي په سترګه کتل او د خپلو ښو اخلاقو له وجې د خلکو د ستاینې وړ و لکه چې په اړه یې کرنل میلسن وايي: هغه خازه چې د ده په مزار تر اوسه ولاړه ده، دی د هغې لایق دی کیدای شي د ده ښه اخلاق د دې لامل وي چې تر اوسه د افغان ولس په زړه کې زرغون دی. د بابا په لقب یې نازوي او مزار ته یې ډلې خلک د درناوي لپاره ورځي.
نوموړی په خپل وخت کې د سختي دبدبې خاوند ، ځکه چې نسبي انصاف یې راوستلی و او له خپل ولس سره یې مینه وه نو په دې اساس یې هیڅکله هم له ولس څخه مخ نه دی ګرځولی. د ده په اړه چې کومو بهرنیو لیکوالو څه ویلي دي تر ډېره یې د شخصیت ستاینه پکې لیدل کیږي. دا چې په تاریخي شخصیتونو د هغه له وخت سره سمه پریکړه کېږي نو احمد شاه بابا په دې فورمول کې انساني کرامت ته ژمن انسان بللی شو، که څه هم څو د ګوتو په شمیر تاریخ لیکونکي پر نوموړي توندې نیوکې لري، که د دوی نیوکو ته وګورو نو یا له شخصي اغراضو ډکې دي او یا یې هم یو اړخیز قضاوت کړی دی. ښایي احمدشاه بابا به د یو انسان په توګه څه ناڅه نیمګړتیاوې لري خو که د ده په اړه موږ تاریخي اسنادو ته لاړ شو نو موږ ته به یې د یو لوی انسان او ستر زغم لرونکی شخص په توګه راوښيي چې په هغه وخت کې یې بیلګه نشو پیدا کولی.
سرچینې
احمد شاه بابا افغان لیکوال غلام محمد غبار ژ: امین الله دریځ
رڼه چینه لومړي ټوک مولانا قیام الدین خادم
پښتانه د تاریخ په رڼا کې میا بهادر شاه ظفر کاکاخیل