Home+نړۍ ته یو بل ګواښ /  ځلاند ساپی

نړۍ ته یو بل ګواښ /  ځلاند ساپی

نږدې ده چې د نړیوالو بندیزونو او جیوپولیټکل بدلونونو له امله نړۍ د لوږې له ستر ګواښ سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې پروګرام (WFP) د ارزونې له مخې له ۱۹۹۰ کال را په دې خوا هیڅکله د خوراکي توکو بیې دې کچې ته نه وې رسېدلې او د اوکراین روانې جګړې دا وضعیت لا پسې خراب کړی دی.

په داسې حال کې چې نړۍ د روس او اوکرايين جګړې له امله له غذايي کړکېچ سره مخ ده او روسیه چې د نړۍ ۲۴ سلنه یا یو پر څلورمه برخه غنم نړۍ ته صادروي او د نړۍ تر ټولو لوی د غنمو صادرونکی هېواد بلل کېږي، چې د نړۍ د غلې دانې کندو په نوم هم یادېږي، څه وخت وړاندې ېې نړۍ ته د غنمو په صادراتو بندیز ولګوه.

اوکرایین هم د غلې دانې په برخه کې د نړۍ په کچه یو لوی صادروونکی هېواد دی، خو د روسیې برید له کبله له دغه هېواد څخه د غلې د اېستلو بهیر درېدلی. په تور سمندرګي کې د اوکراین د ټولو بندرونو د بندیدا له کبله د دغه هیواد د غنمو د صادرات بند شوي دي.

هند په نړۍ کې د وريجو او غنمو دویم تر ټولو لوی صادروونکی هېواد دی. څو ورځې وړاندې هند هم په ناڅاپي ډول اعلان وکړ چې نړۍ ته د غنمو صادرات بندوي. دا په داسې حال کې ده چې په نړېواله کچه د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

تر دې مخکې هند ټولې نړۍ ته د غلې د رسولو ټټر وهلی و. د دغه هېواد لومړي وزیر نرېندرا مودي امریکايي ولسمشر ته ویلي و چې هند چمتو دی ټولې نړۍ ته خوراکي توکي ورسوي. د ښاغلي مودي په خبره، هند د خپل څه کم یونیم میلیارد خلکو لپاره “کافي خواړه” لري او که د سوداګرۍ نړېوال سازمان اجازه ورکړي نو چمتو دی چې “سر له سبا نړۍ ته خوراکي توکي ورسوي”.

د غنمو د حالت په اړه د نړیوال بانک په راپور کې ویل شوي دي، اټکل کېږي چې د غنمو بیې څه د پاسه څلویښت (۴۰) فیصده زیاتې شي او په روان کال کې خپل تر ټولو لوړ حد ته ورسیږي.

زموږ لپاره بیا ښه خبر دا دی چې تېره ورځ د اسلامي امارت مسولینو هم د غنمو په صادراتو بندیز ولګوه او ټولو ګمرکونو ته ېې هدایت وکړ چې د صادراتو مخه یې ونیسي.

د غلې دانې په برخه کې زموږ هېواد په ګاونډیانو تکیه لري، که په نړۍ کې د غنمو صادرات بندېږي تر ټولو زیات زیان یې هغه مصرفوونکي هېوادونه ویني چې خپل تولید یې تر مصرف کم دی او د داسې هیوادونو په سر کې یو هم  زموږ هېواد دی. د دې لپاره چې په راتلونکي کې مو هېوادوال له لوږې سره مخامخ نه شي، حکومت دې د نورو هېوادونو څخه غله رانیسي او په ګودامونو کې دې وساتي، له بزګرانو سره دې د سبسیډي له لارې مرسته وکړي چې کرکیلې ته وهڅول شي او د غمنو په صادراتو دې کلک بندیز ولګول شي تر څو هېواد مو د قحطۍ سره مخ نه شي.

3 COMMENTS

  1. محترم ورور ځلاند صاحب
    ښه ضروری او اهم وړاندیز دی،خدای دی وکړی چی شنوا مسئولو غوږونو ته ورسیږی او د سکرو په بیه د مشرانو دکورنیو په پلمه زموږ د یتیمانو ،کوڼډو او معیوبانو غنم او نور خواړه انتقال نشی

  2. سلامونه
    ورور ځلاند ساپی صاحب ،مڼنه له پر وخت او پهځای لیکنه
    یو وخت زمونږ کندز ولایت د منځنۍ آسیا کندو ګڼل کیدهء، د شهید داوود خان دور کې افغانستان خود کفآء و،ڼنګرهار کې ۳.فارم او ۴.فارم جوړ شول …اوس هم پریمانه اوبه او ځمکې لرو (البته غصب سوې باید ملي شي!!!).
    -هند او چین ته سړی حیران پاتېږي چې بلیونونو انسانانو ته څنګه د خدای تعالا په امر روزي رسوي او لا صادروي ېې هم!!
    -د روس او اوکراین خو نړیواله لوبه ده چې مختلف اړخونه لري خو خپل خلک ېې دربدره کړ او د غنمو د قیمتۍ مسوءل دي.
    -(… و لنبلونکم بشی ءِِ من الخوف والجوع و نقص من الاموال والانفس والثمرات. و بشر الصابرین.. الآیه) س.البقره

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...