شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeروغتیایوازیتوب او د وینې د فشار تړاو

یوازیتوب او د وینې د فشار تړاو

ژباړه: عطا محمد میاخېل

نویو څېړنو ښودلې، چې یوازېتوب کولای شي، په هغو کسانو کې د وینې فشار لوړ کړي، کوم چې عمر یې له پنځوسو څخه پورته وي. پوهان په دې باوردي، چې یوازېتوب نه یوازې ستاسو د غم او خپګان سبب ګرځي، بلکې ستاسو بدني روغتیا ته هم زیان اړوي.

د ارواپوهانو دې ټکي ته پام شوی، چې د انسان په بدن کې د یوازېتوب او د وینې لوړ فشار ترمنځ مستقیمه اړیکه شتون لري، البته دا اړیکه له نورو فکتورونو سره لکه: سګرټ څښولو، عمر، چاغښت او خپګان سره تړاو نه لري.

ډاکټر لوییس هاوکلي د ارواپوهنې او زړښت په خپرونه کې په دې اړه وویل : یوازېتوب کولای شي، د انسان روغتیا ته ډېر خطر ولري. ډاکټر هاوکلي د شیکاګو پوهنتون ارواپوه دی او د انسان په روغتیا او د هغه د ژوند په څرنګوالي باندې د یوازېتوب د اغېزو په اړه یې ډېرې څېړنې ترسره کړې دي.

د نوموړي په باور که څه هم د وینې لوړ فشار ډېرې کمې نښې نښاني لري، خو د یوه پټ ګواښ په توګه ترې یادونه کېږي، چې کولای شي په بېلابېلو بڼو د انسان په روغتیا باندې منفي اغېزې ولري.

د وینې لوړ فشار کولای شي، د زړه حملې او سکتې خطر زیات کړي او د بډوډو په فعالیت باندې هم منفي اغېزه ولري . د دې موضوع د ارزولو لپاره، دې ډلې په ۲۲۹ کسانو چې عمرونه یې د ۵۰ او ۶۸ کلونو ترمنځ وو خپلې څېړنې ترسره کړې، یاد کسان په ناڅاپي ډول له هغې ډلې څخه وټاکل شول، چې د زړښت په اړه یې په یوه اوږد مهاله څېړنه کې برخه اخیستې وه. له دې کسانو څخه پوښتنې وشوې، چې څرګنده کړي، آیا هغوی په خپل ژوند کې د یوازېتوب احساس کوي او که نه؟

دا څېړنې چې له پنځو کلونو څخه په ډېره موده کې ترسره شوې، ډاکټر هاوکلي یې دې ته متوجه کړ، چې په انسان کې د یوازېتوب احساس او د وینې لوړ فشار ترمنځ ښکاره اړیکه شته، هغه په دې اړه وویل: د یوازېتوب او د وینې لوړ فشار ترمنځ اړیکه، د څېړنو له پیل څخه تر دوو کلونو پورې چندان د پام وړ نه وه، خو د څېړنو له پیل څخه څلور کاله وروسته دې ډېرښت دوام وموند.

دا څېړنې ښیي حتی هغه کسان چې په منځنۍ کچه د یوازېتوب احساس کوي، د وینې لوړ فشار تر اغېزې لاندې راځي. هغه کسان چې د نورو په پرتله ډېر د یوازېتوب احساس کوي، له نورو څخه کابو لس سلنه یې د وینې فشار لوړېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب