Homeخبرونهمتقي هندوستان ته امنيتي اطمینان ورکړ

متقي هندوستان ته امنيتي اطمینان ورکړ

تاند(سې شنبه، د جوزا ١٠ مه) ‏‏ د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي هندوستان ته ډاډ ورکړ، چې د دوی ځواکونه به په افغانستان کې د هند د سفارت او کونسلګريو امنيت وساتي.

نوموړي د هند له ۱۸ ټلويزيون سره په مرکه کې وويل، چې که هندوستان په کابل کې خپل سفارت او په نورو ولايتونو کې تړلې کونسلګرۍ پرانيزي، د طالبانو ځواکونه به يې امنيت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

 په وروستيو ورځو کې، په پرله پسې ډول په کابل کې د هند د سفارت د پرانيستل کيدو په خبرونه خپریږي.

د هندوستان دولت په رسمي ډول دا خبرونه رد يا تایید کړي نه دي.

د هندوستان چارواکي ځینې وخت طالبانو ته له مشخصې اشارې پرته له افغانانو سره د خپلو مرستو په دوام ټينګار کوي، خو ځینې وخت د طالبانو له واکمنيدو سره له افغان خاورې د خپلو امنيتي انديښنو د زياتوالي خبره هم کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...