Homeخبرونهجرمني: هره اوونۍ ۲۰۰ افغانان خپلې خاورې ته راولو

جرمني: هره اوونۍ ۲۰۰ افغانان خپلې خاورې ته راولو

تاند(چهارشنبه، د جوزا ۱۶ مه) د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وویل چې دا هیواد هره اووني ۲۰۰ افغانان له نورو هیوادونو خپلې خاورې ته راولي.

انفومایګرینټس د (Funke Media Group) ورځپاڼې پر اساس وویل، هره اوونۍ شاوخوا ۲۰۰ تنه افغانان یوازې له پاکستان څخه جرمني ته راوړل کېږي.

دې ورځپاڼې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت پر اساس ویلي، ډېر شمېر افغانان ایران ته هم اوړي او دوی یې جرمني ته لېږدوي.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې ريیس ویلي چې په افغانستان کې د ځپونکو شرایطو او بد اقتصادي وضعیت له کبله ډېر افغانان غواړي چې له خپل هیواده ووځي.

د انفو مایګرینټ د راپور له مخې، د روان میلادي کال په پیل کې ۵ زره هغو افغانانو ته چې پاسپورټونه یې نه لرل او د مځکې له لارې له افغانستانه وتلي وو، جرمني ته راوستل شوي د ي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د جرمني د حکومت له لوري د افغانانو د ایستلو پر هڅو نیوکې شوي دي.

د اپریل په لومړیو کې د جرمني حکومت ومنله چې یو شمېر افغانان، چې ټاکل شوې وه د الوتکې په وسیله له افغانستانه وایستل شي، تر ایستل کېدو مخکې وژل شوي دي. دا هغه کسان وو چې جرمن ځواکونو ته یې کار کړی او د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ورته ویل شوي وو چې جرمني ته به بېول کېږي.

جرمني په ۹ میاشتو کې ۱۸ زره ویزې ورکړي

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ د ایستل شویو کارکوونکو او نورو له خطر سره مخامخ افغانانو د ایستلو په باب د انفومایګرینټ ځینو پوښتنو ته له یوې میاشتې وروسته ځواب ووایه.

د جرمني د باندنیو چارو وزارت د ویندوی په وینا، د هغو افغانانو په منځ کې چې د جرمني حکومت خپلې خاورې ته د هغو د راتګ په اړه اجازه ورکړې وه، په درو کې تر دوو زیات تراوسه توانېدلي چې جرمني ته راشي.

د دغه وزارت پر اساس، د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵ وروسته، له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، په تېرو ۹ میاشتو کې، د جرمني د وېزې څانګې ټولټال ۱۸۵۰۰ افغانانو ته وېزې صادرې کړي دي.

د دغه وزارت ویندوی زیاته کړه، ډېر شمېر افغانان له خپل هیواده بې له دې چې څوک یې ملاتړ وکړي، وتلي دي. خو لا هم زرګونه نور افغانان د جرمني وېزې ته انتظار باسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...