Homeخبرونهبدخشان کې د ۴ ط ضد وسله والو د وژلو خبر ورکړل...

بدخشان کې د ۴ ط ضد وسله والو د وژلو خبر ورکړل شو

تاند(سې شنبه، د جوزا ١٠ مه) ‏‏ د طالبانو چارواکو ويلي، چې په ‎بدخشان کې یې خپل څلور وسله وال مخالفین وژلي دي.

د طالبانو د ځايي چارواکو د معلوماتو په اساس، ياد شوي وسله وال د دغه ولایت په تګاب ولسوالۍ کې هغه مهال وژل شوي، چې د طالبانو امنیتي ځواکونو یې پر ضد چاڼیز عملیات ترسره کړل.

سرچينه زياتوي:« د عملياتو په پایله کې څلور ډار اچوونکي وژل شوي او د هغوی پټنځی هم له منځه وړل شوی دی.»

ځينو خبري سرچينو وژل شوي وسله وال د طالبانو خلاف د احمد مسعود په مشرۍ د پنجشېر د مقاومت ډلې اړوند ګڼي.

طالبان په افغانستان کې د بشپړ تسلط او پر ضد یې د هیڅ کوم جنګي قوت د نه موجوديت ادعا کوي، خو ځینې وخت په دا ډول خبرونو او دغه راز سولې ته د خپلو وسله والو مخالفانو په بللو مني، چې پر ضد ېې وسله وال مقاومت دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...