جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونههلمند: پاکستان ته ۵۰ موټره قاچاق کېدونکي غنم نیول شوي

هلمند: پاکستان ته ۵۰ موټره قاچاق کېدونکي غنم نیول شوي

تاند(سې شنبه، د جوزا ١٠ مه) ‏په هلمند کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، چې پاکستان ته ېې چې د غنمو د پراخ قاچاق مخنيوی کړی دی.

د طالبانو یوه ځايي ویاند قاري وحدت وايي چې د هرات – قندهار پر لویې لارې دهلمند د واشېر ولسوالۍ په کمپنۍ سیمه کې هغه پنځوس موټره غنم ضبط کړل شوي چې ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کېدل.

له دې وړاندې د طالبانو د مالیې وزارت هم ټولو ګمرکونو ته لارښوونې کړې وه چې بهر ته د غنمو دقاچاق مخه ونیسي.

طالبانو د یاد شوي قاچاق د عاملينو په اړه څه نه دي ويلي.

له افغانستان څخه په وروستيو کې پاکستان ته د غنمو، وسلو، څارویو او ډېرو نورو شيانو د قاچاق ادعاوې کېږي، خو طالبان یې د مخنيوي پر هڅو ټينګار کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...