Homeخبرونهایران او تاجيکستان: د افغان ناورین په اړه يو لیدلوری لرو، ټول...

ایران او تاجيکستان: د افغان ناورین په اړه يو لیدلوری لرو، ټول شموله حکومت غواړو

تاند(سې شنبه، د جوزا ١٠ مه) ایران ته د تاجیکستان د ولسمشر امام علي رحمن د سفر پر مهال په ډاګه شوې، چې ايران او تاجيکستان دواړه د افغانستان د ناورين د حل لپاره ګد لیدلوری لري.

د دواړو هېوادونو د ولسمشرانوپه لیدنه کې، په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر رامنځته کېدو ټینګار شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان ویلي، چې د دواړو هېوادونو ولسمشرانو په افغانستان کې د ناورین په اړه خبرې اترې کړې او دواړه لوري د افغانستان په اړه یوشان لیدلوری لري.

نوموړي زیاته کړې: «موږ او تاجیکستان په افغانستان کې د ټولو توکمونو په ګډون کولو سره د ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کوو.»

ایراني وزير دا هم وويل: «په افغانستان کې ځینو بدلونونو، خوځښتونو او د ترهګریزو اقدامونو پراختیا ته اندېښمن یو.»

د يادونې وړ ده، چې تاجيکستان د طالبانو پر ضد د پنجشېر د مقاومت ډلې مشرانو ته په پناه ورکولو هم تورن دی.

معلومه نه ده، چې ايران خو به د طالبانو له لوري د ټول شموله حکومت د جوړیدو غوښتنې ته د نه حاضرېدو په صورت کې له طالب ضدو وسله والو ډلو ملاتړ کوي او کنه؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...