یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهغزني کې د ملا هیبت الله په نوم خطبه جبري او د...

غزني کې د ملا هیبت الله په نوم خطبه جبري او د هرات ښځینه رستورانتونه وتړل شول

تاند(سې شنبه، د جوزا ١٠ مه) د غزني دحج او اوقافو رياست پر ملايانو جبري کړې، چې د جمعې ورځو په خطبو کې به د طالبانو د لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده نوم اخلي.

طالب چارواکو دا خبرداری هم ورکړی، چې د د دې پریکړې له سرغړونکو سره به جدي چلند وشي.

په غزني کې د طالبانو د حج او اوقافو رييس مولوي عبدالمنان مدني دا هم ويلي، چې ملا امامان به نور يوازې هغه موضوعات خلکو ته وړاندې کوي، چې د دغه رياست له لوري ورکول کېږي.

بل لور ته له هرات ولايت څخه يو ځل بيا د ښځينه وو لپاره د ځانګړو رستورانتونو د تړل کیدو خبر ورکړل شوی.

دا خبره ځايي خلکو کړې، خو طالب چارواکو یې په رسمي ډول په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو له واکمنيدو سره د ټولنې پر نيږدې ټولو قشرونو دغې ډلې خپل نوي قيودات لګولي، چې خلک يې خواشيني کړي او قهرولي دي.

3 COMMENTS

  1. تراوسه ولس نه د هغه آواز اوریدلی ، نه یی کوم بل انځورغیر د هماغه څو کلن زوړانځور، خپور شوی کوم شرعی عذریا دلیل هم موجود نلری، طالبان کله امنیتی ستونزه د هغه د غیابت دلیل بولی چی بلکل سمه نده، که خلیفه سراج الدین چی په سر باندی یی ۱۰ میلونه ډالره جایزه ایښودل شوی کولی شي هرخواه وګرځی نو بیا هیبت الله ولی نشي کولی ؟ همدا رنګه شرعی ستونزه هم د منلو وړ نده ځکه همدا اوس د هغه زوړ انځور موجود ده نو که څوګ یو انځور اخستی شي، دوهم دریم هم کومه ستونزه نلري ، دلته هرومرو کاسی لاندی نیمه کاسه ده یا همدا د ۹۰ په سلو کی د خلکو خبره چی اصلی ملا هیبت الله د پاکستانی آی اس آی کوم جګ پوړی مامور ده ، حقیقت لری ځکه پاکستان په تیره بیا د پاکستان نظامی استخبارات ( آس اس آی ) په داسی دسیسو کی د انګریز لاسونه تر شاه تړلی ، لس کاله یی اسامه بن لادن خپل نظامی مرکز تر څيرمه وساته او ټولی نړۍ ته یی په درواغه ویل چی موږ هم اسامه لټوو، بل درواغ یی چی دوه کاله ملا عمر اخوند مړ شوی خو پاکستانی آی اس آی او همدا رنګه خپله طالبان د هغه په هکله ښکرلرونکي دروغ ویل او د هغه په نوم یی اعلامیی خپرولی.
    دوهم امکان دا ده چی ښا ئي هغه به په نوم ژوندی وي خو دومره به ضعیف او ناتوانه وي چی حتی خپل دست خط نشی لیکلی ، ځکه تر اوسه د هغه دست خط یا امضاء هم چا نده لیدلی د هغه ټول فرمانونه بی امضاء دي ، او ټول فرمانونه به د هغه د کوم نږدی مشاور چی آی اس آی سره په اړیکو کی وي د ملا هیبت الله په نوم صادريږي ، مګر په حقیقت کی ټول د آی اس آی لخواه وي، هغه څه چی دا نظرتقویه کوي دا ده چی تر اوسه هیڅ کوم اعلامیه د پاکستان پرضد نده خپره شوی حتی هغه وخت چی پاکستانی الوتکو پر خوست برید وکړ او لسګونه زموږ بیګناه انسانان یی ووژل ، د ملا هیبت الله آخوند دفتر ورباندی کومه اعلامیه او یا د بیګناه انسانانو د وژلو پخاطر دخواشیني اظهارخپور نکړ، لدی معلومیږي چی د تش په نامه امیرالمومنین دفتر د پاکستانی آی اس آی په لاس کی ده .
    زما په آند اوس د دی وخت رارسیدلی دی چی ټول ولس دا که د طالبانو مخالفین دي او یا خواخوږي په یوه غږ د هغه د لیدلو غوښتنه وکړي .
    له دینی لحاظه هم امیر، او له بلیخوا ولس ، رعیت ، امت هرنوم چی ورباندی ږدۍ دواړه خواوی یو شمیر ضمه وارۍ او مکلفیتونه لري ، که یوڅوک د ولس د ژوند په ټولو اړخونو د تعلیم او ښوونی نه نیولی تر کالیوو او حتی دا چی څه واوري او څه وانوري ( ټنټکور) فرمانونه صادروي نو ولس هم حق لري دا امیر یا مشریا فرمان ورکونکی کم ترکمه وپیژني ، د هغه غږ واوري د هغه انځور وویني ۰اوس خو د تکنالوژۍ په مټ دا کار بلکل آسانه شوی ملا هیبت الله اخوند کولی شي له خپل دفتره زیات نه فقط یو لنډ پیغام ولس ته واستوي فکر کوم که کاسی لاندی نیم کاسه نه وي دا کار بی له کومی ستونزی شونې ده۰

  2. ملاهبټ خو چا ندی لیدلی خو تورمکناټن هره ورځ ټالب وزیرانو سره ګوري او هدایتونه ورکوي . له دې معلومیږي چې جنرال باجوه به ملا هبټ وي .

  3. د زیړګُل برادر د فرمائش په ادامه:
    یا
    احتمال لری چی لندن او لاهور د افغان وولس د لا زیاد تحقیر او سپکاوی پخاطر یو سوړ او بادین او خواګرځن سیورئ ( موهوم امیرالمؤمنین ) د افغان پر خاوره خپور کړیدئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب