یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهبېلابېلو پېښو کې ۶ تنه وژل شوي او يو بل ټپي دی

بېلابېلو پېښو کې ۶ تنه وژل شوي او يو بل ټپي دی

تاند(یکشنبه، د جوزا ۸ مه) ‏د افغانستان له مختلفو سيمو څخه د تاند راپورونه څرګندوي، چې په بېلابېلو پېښو کې ۶ تنه وژل شوي او يو بل تن ټپي دی.

د معلوماتو له مخې، له دې ډلې څخه ۳ تنه په ‏هلمند کې د يوې ترافیکي پېښې پر مهال وژل شوي دي.

دا پېښه د هلمند د مارجې او نادعلي ولسوالیو پر لویه لاره شوې، چې ۲ قربانیانې یې مېرمنې دي.

په هلمند کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ د مطبوعاتو امر انجينر احمدجان خالد ويلي، چې ځواکونو یې د نعمت الله مشهور په «تور جان خیاط» د يوه کس سوزيدلی جسد موندلی.

هغه ۸ ورځې مخکې د نوزاد ولسوالۍ د «علیزو» سیمې څخه له ۱۲ لکه پاکستانۍ کلدارو سره یوځای نادرکه شوی او وژل شوی و.

د پروان په شیخانو دره کې بیا وسله والو غلو د يوه جومات موذن تېره شپه جومات ته د تلو پر وخت له دې کبله وژلی، چې د جومات کیلي ګانې یې نه وې ورکړې.

په غور کې بیا نا څرګندو کسانو پر دوو وروڼو ډزې کړي، چې یو یې وژل شوی او بل يې ټپي دی.

د فراه په برچمن ولسوالۍ کې د طالبانو ځواکونو دوی سره نښته کې د هغه تورن قاتل د وژلو خبر ورکړی، چې د خپل یوه ماما په ګډون یې په مختلفو پېښو کې ۳ تنه وژلي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب