جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهبلخي: ۱۰ ولایتونو کې اوس هم د نجونو ټول ښوونځي پرانيستي دي

بلخي: ۱۰ ولایتونو کې اوس هم د نجونو ټول ښوونځي پرانيستي دي

تاند(یکشنبه، د جوزا ۸ مه) ‏د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي وايي، چې د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې اوس هم د نجونو ټول ښوونځي پرانيستي دي.

د هغه په وينا، په ډېرو دولتي ادارو کې هم ښځینه کارکوونکي بیرته خپلو دندو ته ستانه شوي او فعاليت کوي.

 عبدالقهار بلخي په یوه مرکه کې ادعا کړې، چې ۱۲۰ زره ښځينه کارکوونکې اوس هم خپلو دندو ته حاضريږي.

د هغه په وينا، له دې ډلې څخه ۹۴ زره تنه یې د تدريسي وزارتونو او ۱۴ زره نورې د روغتيا، کورنيو چارو وزارت، پاسپورټ او کډوالو ادارو اړوندې دي.

د طالبانو دغه وياند د هغو ولايتونو یادونه نه ده کړې، چې ښځینه ښوونځي پکې ټول یو مخ پرانيستي دي.

ځينې سرچينې بيا څرګندوي، چې ډېری دغه ولايتونه غیر پښتني دي.

پر طالبانو د پښتنو فعالانو یوه لویه نیوکه دا ده، چې تېر ۲۰ کاله هم پښتانه تر هر چا دوی له زده کړو محروم کړل او اوس هم ټولو نه زيات تاوان پښتنو ته رسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...