یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: TTP له افغان خاورې پاکستان ګواښي

ملګري ملتونه: TTP له افغان خاورې پاکستان ګواښي

تاند(یکشنبه، د جوزا ۸ مه) د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې د پاکستان د طالبانو د تحریک په اړه ويل شوي، چې دغه ډله له افغانستان څخه پاکستان ګواښي.

په دې راپور کې راغلي، چې د تحریک طالبان پاکستان جنګیالي د بلې هرې ډلې په نسبت په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره ځای پر ځای شوي او د پاکستان خلاف جګړه سمبالوي.

پاکستاني چارواکو هم مخکې ورته ادعاوې لرلې، خو د طالبانو چارواکو رد کړې او بی بنسټه ګڼلې وې.

د پاکستان تر واک لاندې د پښتونخوا مشهور ملتپال سياستوال افراسياب خټک بيا وايي، چې د پاکستاني طالبانو تحريک هم د افغانستان د طالبانو د تحریک په شان د پاکستان يوه استخباراتي پروژه ده، چې دواړه د يو بل په همغږۍ د پاکستان د ګټو لپاره کار کوي او کنټرول یې د پاکستان په لاس کې دی.

د افراسياب خټک په وينا، د عوامي نيشنل ګوند د پښتونخوا د مشرۍ په وخت کې ېې د پاکستان د طالبانو تحريک په پښتونخوا کې د دوی د ګوند شاوخوا زر تنه فعاله څېرې د پاکستان په امر وژلي دي.

1 COMMENT

  1. عجیبه ده همدا ملګری ملتونه ولی ۴۵ کاله مخکی نه ویل چی پاکستان ګلبدین، ربانی او نورو هغو ډلو لپاره نظامی او مالی ملاتړ کوی او همدا ۲۰ کلنه جګړه کی یی نه ویل چی پاکستان د طالبانو او حقانی شبکی سره نیږدی اړیکی لری او همدا اوس نه وایی چی پنجاب پوځ او استخبارات پدی ۷ یا ۸ کالو را پدیخوا له داعش ډلی سره اړیکی لری او کله نا کله د تیر اشرف غنی او اوس اوس د طالبانو په وړاندی یی هم داعشیانو او جبهه مقاوت ډلی سره نږدی اړیکی لری اود همدی جبهی مشران یی په خپلی طیاری له کابل څخه اسلام آباد ته انتقال کړل
    د همدی حقانی له لاسه چی خوست کی یی د پاکستان د دولت او پاکستانی طالبانو ترمینځ منځګړیتوب وکړ او اوس یی ټولی نړی وښودل چی رښتیا طالبان د نورو ډلو لپاره مرکز جوړ شوی باید دا کار یی نه وایی کړی ځکه تیر نظام دا کار نه وو کړی مګر دوی دا کار وکړ
    ځکه همدا طالبان وایی چی جمهوری نظام کفری نظام مګر د پاکستان جمهوری نظام باندی خوا بدی کیږی چی دا کار یی بله معنا لری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب