جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهملا برادر: زموږ دروازې د ټولو افغانانو پر مخ پرانیستې دي

ملا برادر: زموږ دروازې د ټولو افغانانو پر مخ پرانیستې دي

تاند(یکشنبه، د جوزا ۸ مه) د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د افغانستان د اهل تشيع له یو شمېر استازو سره په لیدنه کې دوی ته ویلي، چې د طالبانو د « اسلامي امارت» دروازې د ټولو افغانانو پر مخ پرانیستې دي.

نوموړي د ټولو هغو کسانو د هرکلي خبر ورکړی، چې په وینا یې افغانانو ته خدمت کوي.

د ملا برادر په وینا، د افغانستان د خلکو سوکالي او اقتصادي پرمختګ د طالبانو د واکمنۍ له لومړبتوبونو څخه دي او په دې برخه کې عملآ هڅې روانې دي.

طالب مقام دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې افغان سیاسي لوري د روان ناورين حل لپاره له طالبانو غواړي چې ټولو لوريو سره مذاکراتو ته کیني او د مذاکراتو په پایله کې یوې معقولې پايلې ته سره ورسيږي.

د طالبانو مشران بيا ټينګار کوي، چې سیاسي لوري او مخالفین دې د دوی لوی مشر سره بيعت وکړي.

د طالبانو د مخالفانو په باور، طالبانو ورته د طالب کیدو او جګړې دوه تحمیلي انتخابونه پريښي، چې له دې سره د وضعیت د خرابېدو ټوله ملامتي به د طالبانو په غاړه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...