شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهط د يوې راډيو مالک، يو پخوانی امنيه قوماندان او ۲ نور...

ط د يوې راډيو مالک، يو پخوانی امنيه قوماندان او ۲ نور پخواني چارواکي نيولي

تاند(یکشنبه، د جوزا ۸ مه) ‏د افغانستان له مختلفو سيمو څخه راپورونه څرګندوي، چې طالبانو د جمهوري نظام د یو شمېر منسوبینو او رسنیزو فعالانو نیولو ته دوام ورکړی.

په هرات کې سرچينو خبر ورکړی، چې د دايکندي د افتاب راډيو د امتیاز څښتن میرزا حسني، چې د مدني ټولنو د شبکې مشر هم و، طالبانو نیولی، شکنجه کړی او د علماوو له هڅو سره بيا هم نه دی خوشې کړی.

له بدخشان څخه راپورونه ښيي، چې هلته د ولايتي شورا پخوانی رييس عبدالله ناجي طالبانو نیولی او نن بیرته را خوشې کړی دی.

د دې ترڅنګ د بدخشان د پخواني ښاروال او د طالبانو خلاف د ولسي پاڅونوالو د یوه قومندان جنرال نذیر محمد نیازي یو زوی هم طالبانو نیولی.

‏په کندهار کې بيا د غورک ولسوالۍ د پخواني امنيه قوماندان باچا د نیولو خبر هم ورکړل شوی.

طالبانو د ټولو دغو نيونو په اړه څه نه دي ويلي.

په دې اړه د طالبانو چارواکو تل د رسنيو پر وړاندې انکار کړی او ویلي، چې دوی په ټول افغانستان کې يو سياسي بندي هم نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پر ضد کابل کې د يوه لاريون سمبالګر عظيم عظيمي او ليکوال عمادالدین دوران له څه مودې راهيسې د طالبانو له لوري بنديان شوي او تر اوسه يې برخليک نه دی معلوم.

1 COMMENT

  1. لوی خدای دی د تاند د ویب پاڼی چلونکو ته اجر درکړی چی نړۍ د طالبانو له دی انسانی ضد کړو وړو خبروي ، البته دا يواځی یو څو بیلګی دي چی تر تانده رسیدلي هره ورځ دی ته ورته په لس هاو پیښی د طالبانو لخوا سرته رسیږي چی هیڅوک ورنه نه خبریږي، په داسی شرایطو کی چی طالبانو د بیان د ازادی مخه نیولی او ټول هیواد یی زموږ خلکو ته په یو لوی زندان اړولی د تاند او څو نوره دګوتو په شمار رسنیو ارزښت زموږ خلکو او هیواد ته ترهر وخت نه زیاد ده .
    د تاسو ته پدی ملی ، او فرهنګی خدمت کی د لازیاتو بریوهیله کوم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب