تاند(چار شنبه، د جوزا ۴ مه) د طالبانو چارواکي وايي، چې د پنځۀکاله وړاندې يو ورک شوی ماشوم يې پیدا او خپلې کورنۍ ته سپارلی.
د دوی په وینا، یاد ماشوم مبارک شاه نومیږي چې ۵کاله وړاندې کندهار کې ورک شوی و درې ورځې وړاندې د کابل پولیسو په هڅو پیدا او کورنۍ ته وسپارل شو.
طالبانو په يوه اعلاميه کې ويلي، دې ته ورته دوه نور ورک شوي ماشومان هم په بلخ او کندز کې په داسې حال کې پیدا شوي وو چې جمهوري نظام یې په پیدا کولو کې پاتې راغلی و.
طالبانو د ياد شوي ماشوم د ورکیدو څرنګوالی او نور جزییات نه دي په ډاګه کړي.
د طالبانو له واکمنیدو سره په هېواد کې د انسان تښتونې پېښې هم زياتې شوي، خو دوی ورته د پر وخت رسيدګۍ او لاسته راوړنو خبر ورکړی.