یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهحنا رباني: د افغان نجونو د ښوونځيو تړل کيدل به پاکستان په...

حنا رباني: د افغان نجونو د ښوونځيو تړل کيدل به پاکستان په افراطیت وګواښي

تاند(چار شنبه، د جوزا ۴ مه) ‏په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره حنا رباني کهر د افغانستان په اړه نوې څرګندونې کړي دي.

هغه وايي:(( په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو په تړلو سره به افراطیت ډیر شي او پاکستان به وګواښي.))

‏نوموړې د ۲۰۲۲ کال نړیوال اقتصادي فوروم کې د خبرو پر مهال وویل، د طالبانو لخوا تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل کیدل به په دې هیواد کې د افراطیت د ودې سبب وګرځي بیا ددې افراطیت ريښې به پاکستان ته هم وغږیږي.

دغې پاکستانۍ چارواکې دا خبرې په داسې حال کې کړي، چې د طالبانو منتقدین د نجونو د ښوونځيو د تړلو په ګډون د دوی د ډېرو پریکړو تر شا د پاکستان د استخباراتو او نورو شبکو د لاس لرلو ادعا کوي.

شنونکي باور لري، چې د پاکستان نوی حکومت د طالبانو د واک ته رسولو له لوبې وروسته اوس هڅه کوي، چې نړۍ ته له دې ملامتۍ څخه د څان خلاصولو لپاره نوي نمايشونه وړاندې او پر طالبانو د خپل‌ هېواد اغېزې او تسلط کم وښيي.

د افراطيت د پیدا کیدو او سرچينو په اړه یې ډېر افغانان او حتا نړيوال له لسيزو راهيسې باور او مستند اسناد لري، چې د سیمې په کچه ېې د تولید اصلي مرکز د پاکستان مدرسې دي او دا مدرسې د پوځ او استخباراتو له لوري تمويل او کنټرولیږي.

4 COMMENTS

  1. ددی تولو حکمونو د طالیبونو بوداران
    پاکستانیون دی، هغو خپلونوکرانو تو حوکم ورکوی

  2. دا خو لکه لمړ روښانه ده چی افراطیت او تندروي زموږ هیواد ته له پاکستانی مدرسو د آی اس آی په هراړخیزه مرسته راغلی، مګر پاکستانی واکداران هغه وخت نه یوازی ورباندی چپه خوله و بلکه مستقیما د هغه مرسته یی کوله ، آیا څوک تصور کولی شی چی بی له پاکستان هراړخيزې مرستی به افراطی ډلی د افغان ملی اردو او بین المللی ټولنی له قواوو سره حتی یوه ورځ مقابله وکرای شي ؟
    خو اوس چی پاکستانی نظامیانو خپل لاسپوسی افراطی ډله کابل کی د قدرت په ګدی کیناوه ، پاکستانی تبلیغاتی ماشین له څو میاشتو راهیسی د نړی ذهنیت د بدلولو پخاطرشپه او ورځ پروپاګنډ کوي چی افراطی ډلی له افغانستانه پاکستان ته راځي او دا دی اوس رحنا ربانی ته بله پلمه هم پیدا شوی تر سو د نړی عامه افکارو ته دا وښي چی دا اففانستان نه ګواکی پاکستان ده چی د افغانستان نه د افراطیت د څپو له ګواښ سره مخامخ ده.

  3. هرسړی پوهیږي چې غوا توره او شیدې سپینې دي .
    ټالب میډین پاکستان دی . د هغوی نوکر او د هغوی د لاس آله ده . د ټالب افراطي ډله د آی اس آی کنترول شوي اجیر عسکر دي . دوی یو کار هم د خپل بادار له اجازې پرته نه شي کولای .

  4. دا سی ښکاری چی د افغانستان د هر فکری – عقیدتی قشر سر د کلکی تېږی سره وهل سویدئ.
    د غرب خصوصاً امریکې او انګریز ( کُلاً لیبرال دموکراسی ) فکری انډیوالان هم ګَنس دی.
    د اسلام خواخوږی او د ښاغلی ملا ابوحنیفه د مذهب پیروان هم ګَنس دی.
    او
    تر ټولو حیرانوونکې منظره دا ده چی:
    په بهر او غرب کی د طالب خواخوږی خصوصاً عمر خطاب او زرغون شاه شینواری او روستار تره کی او ښاغلی ع. ج او نور لَشَم لَشَم کابلیان ( غیر پښتانه کابلیان کوم چی لسیزی لسیزی ئې پښتون بیده او بیچاره قام په فرهنګی – اجتماعی – سیاسی ډګر کی استعمال کړئ او استثمار کړئ دی ) یا باید د طالب د ملاتړ او ستائنی څخه لاس واخلی او یا له خپلو غاړو څخه نیکټائیانی لیری او د خپلی کورنۍ ښځینه مخلوق ته حجاب ډالۍ کړی.
    د خلګو خبره، زما څرګندونی خو به د هاضمې جهاز د ستونزو سره نه مخامخ کوی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب