یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپه ټلویزیونونو کې پر نیکټایي تړلو هم ممکن بندیز ولګول شي

په ټلویزیونونو کې پر نیکټایي تړلو هم ممکن بندیز ولګول شي

تاند(چار شنبه، د جوزا ۴ مه) د طالبانو د واکمنۍ يوه وياند انعام الله سمنګاني په ټلویزیونونو کې د وياندويانو له لوري د نیکټایي د تړلو په اړه ویلي، چې د ټلویزیونونو له لوري پر خپلو کارکوونکو د نیکټایي تړل هم جبري دي، خو خلک يوازې د« حجاب» په نوم د طالبانو پر وضع کړو قيوداتو نیوکې کوي.

نوموړي پوښتنه کړې، چې د لباس د تنوع مدعيان او د «حجاب» منتقدان ولې په دې اړه غږ نه پورته کوي؟

د طالبانو دغه وياند زياتوي، چې د ټلویزیونونو د خبري برخې کارکوونکي ولې سیمه ییز لباس ونه کاروي؟

هغه په دې اړه د خپل ټویټ په پای کې پوښتنه کوي، چې نیکټایي څه ګټه لري؟

‏د طالب وياند له دغو څرګندونو سره فکر کيږي، چې طالبان به په بل ګام کې د ټلویزیوني څېرو د نارینه کارکوونکو په نیکټایي تړلو هم بنديز ولګوي.

د طالبانو چارواکو مخکې هم د نیکټایي تړلو مخالفت کړی او دولتي کارکوونکو ته ېې د نه استعمال امر کړی و.

1 COMMENT

  1. الله تعالی مو هلاک کړه. چی بل څه مو ندی زده بغیر له دی چی نیکتایی مه تړی ، چادری په سر کړی . مکتب ته مه ځی. ستاسو همدومره عقل دی چی پدی ډیرو وړو وړو خبرو څرخیږی. په اقتصاد کار وکړی. خلکو ته کار او روزګار پیدا کړی تر څو خلک اړ نشی چی دا وطن ترک کړی. دنیا سره ، ملت سره تعامل وکړی تر څو ملی او بین المللی مشروعیت پیدا کړی.

    د حقانی مدرسی چڼو نه د خیر ، د دی وطن د ابادی تمه نه کیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب