یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهملا برادر: چینايي کمپنۍ سره د مس عینک کان قرارداد څېړو

ملا برادر: چینايي کمپنۍ سره د مس عینک کان قرارداد څېړو

تاند(دوشنبه، د جوزا ۲) ‏د طالبانو د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن د دوی د اقتصادي کمېسیون غونډه جوړه شوې ده.

د نوموړي د دفتر په يوه اعلاميه کې راغلي، چې په غونډه کې د کانونو او پترولیم وزارت په مشرۍ؛ مالیې وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت، ښارجوړونې وزارت او د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د استازي په ګډون یوې ګډې کمېټې ته دنده سپارلې چې د مس عینک کان د استخراج.‏په اړه له MCC چینايي کمپنۍ سره د شوي قرارداد تخنیکي اړخونه په پوره جزئیاتو سره تحلیل او یاد کمېسیون ته دې خپل راپور وړاندې کړي.

معلومه نه ده، چې د ياد شوي تړون په اړه طالبان څه ملاحظې لري.

ياد شوی تړون شاوخوا ۱۰ کاله مخکې د جمهوري نظام د واکمنۍ پر مهال لاسلیک شوی، خو عملي کیدل یې د امنيتي ستونزو تر څنګ د تخنيکي مسايلو په اړه د اختلافاتو له کبله ځنډيدلي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب