Homeخبرونهپه اوکراین کې د روسي ځواکونو تلفات په افغانستان کې د شوروي...

په اوکراین کې د روسي ځواکونو تلفات په افغانستان کې د شوروي له جګړې سره برابر شول

تاند(دوشنبه، د جوزا ۱۲ مه) د بریتانیا د استخباراتي چارواکو پر اساس، په اوکراین کې په درو میاشتو کې د روسي پوځیانو تلفات له هغه شمېر سره برابر دي چې پر افغانستان د نهه کلن یرغل په ترڅ کې شوروي اتحاد ته اوښتي و.

د واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د بریتانیا د دفاعي استخباراتو ادارې نن (دوشنبې) په یوه راپور کې وویل، د ټیټې سویې تاکتیکونه، د هوايي پوښښ محدودوالی، د انعطاف نشتوالی او د قوماندې څرنګوالی چې له کبله یې کومکي ځواک په وخت نه شي رسول کېدای او پرله بسې تیروتنې کېږي، په اوکراین کې د روسي ځواکونو د مرګ ژوبلو د لوړوالي اصلي دلایل دي.

له ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۸۹ بورې پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل په ترڅ کې ۱۵ زره شوروي پوځیان ووژل شول او ۳۵ زره نور ژوبل شول. په همدې حال کې ناټو اټکل کوي چې پر اوکراین د روسي ځواکونو د یرغل له ورځې تراوسه پورې نژدې ۱۵ زره روسي پوځیان وژل شوي دي.

بریتانیايي استخبارات وايي چې د روسي پوځیانو مرګ ژوبلې له دې سره سره په ډېرېدو دي چې مسکو د اوکراین له ډیرو برخو خواکونه شا ته کړل او بېرته یې د دونباس سیمې ته ولېږل.

د بریتانیا استخبارات وايي چې د مرګ ژوبلو زیاتېدا په روسانو کې د جګړې په وړاندې نارضایتي زیاته کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...