جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهبغلان کې د سکرو نوی کان کشف شوی

بغلان کې د سکرو نوی کان کشف شوی

تاند(دوشنبه، د جوزا ۲) ‏‏په ‎بغلان کې د طالبانو ځايي چارواکو د سکرو د‌ يوه نوي کان د کشف خبر ورکړی.

د دوی په وینا، په دغه کان کې به ۴۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د چارواکو دغه کان د بغلان په مرکز ‎پلخمري کې د کرکر د سکرو کان په درې کیلو مټرۍ کې کشف شوی دی.

سرچينه‌ زياتوي، په دغه کان کې د څه باندې اتو میلیونو ټنو ‎سکرو د شتون اټکل شوی دی.

طالبانو د کانونو په برخه کې د ډېر‌ تمرکز او استخراج خبر ورکړی او ټينګار کوي،‌ چې له دې پلوه به ډېر عوايد ترلاسه او د ځان بسیاینې لپاره کار کوي.

1 COMMENT

  1. زموږ د ځوانی عمر پلخمری کی و چی یادیږی مو زغال سنګ راوتل اوبیا لاړو مهاجر شولو بیرته چی راغلو لوی خلک شوی وو معادن مو پیژندل نو پلخمری کی دومره خوا په خوا معدنونه دی چی د کشف او ناکشف بیلول یی سخت کار دی ټول کشف دی خینی یی دا څو کاله شپه ورځ سوځی نور یی په قاچاق ایستل ګیږی او پلورل کیږی ټول معادن دغسی درواخله نو د دی عنوان معنا کی کشف یو اضافی کلمه ده ټول معادن کشف دی تیار دی خو چی سم په طریقه کننترو او وایستل شی افغانستان له معدنو او خاینو خلکو ډک دی نور څه ندی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب