شنبه, اپریل 20, 2024
Home+د کوه نور الماس او د نادر افشار د مړينې داستان

د کوه نور الماس او د نادر افشار د مړينې داستان

افغانان له پارسه تر هندوستانه

۳۷ مه بر خه

استادشهسوار سنګروال

نادر افشار چې ډيلي ونيو نو بيا لال کلا ته ننوت، ډېر قېمتي توکي يې ترلاسه کړل. نه يوازې د محمد شاه ګورګاني خزانې لوټ کړې، بلکې د هند له راجه ګانو نه يې هم ډېر سوغاتونه ترلاسه کړل.

نادر له ډيلي نه د بېرته را ګرځېدو په مهال، چې کله له اټک نه را پورېووت له يوسفزيو سره له يوې لنډې نښتې وروسته خيبر ته را ورسېد.

تر کابل پورې سيمې يې پخپله ولکه کې راوستې او بيا د کابل سويلي لور کورمې ته لاړ.  ديره اسمعيل خان، ديره غازي خان او د سيند شاوخوا سيمې يو د بل پسې ونيولې، بيا بولان درې ته ننووت او له همغې لارې کندهار ته ستون شو.

نادر نه يوازې له هندوستانه د اوه اتيا نيم (۸۷ نيم) ميلونو انګليسي پونډو په ارزښت شتمنۍ لاسته راوړه، بلکې کله چې د سيند والي نورمحمد خان يې ونيولو، هغه نه يې هم يو ميلون او دوه لکه روپۍ (۱۲۰۰۰۰۰) واخسلې، د هغه کتابتون يې لوټ کړ او زامن يې له ځان سره يرغمل کړل.

دی چې کله له کندهار نه هرات ته ولاړ نو وېپتېله چې ماوراءالنهر ته لاړ شي.

هغه وه چې په ۱۷۴۰ ز کال يې پرته له کومې جګړې بخارا ونيو. لکه څنګه چې د هند ټولواک محمد شاه ګورګاني خپله لور د ده زوی نصرالله ته ورکړه، دا رنګه يې د بخارا د امير لور خپل وراره «علي قلي» ته په نکاح کړه.

کله چې نادر افشار مشهد ته ستون شو نو په کال ۱۷۴۰ ز (۱۱۵۳ هـ) کې د خپل بري يو لوی جشن جوړ کړ چې له ايران نه نيولې تر افغانستان او بيا له سيند نه را واخله تر ماوراءالنهر پورې يوه لويه ټولواکمني جوړه کړه او دی يو شهينشاه شو.

هغه مهال چې نادر افشار کندهار ونيو نو ذولفقار خان او احمد خان چې له شاه حسين هوتک سره بنديان ول له زندان نه را ووېستل او بيا يې مازندران ته (۱۷۳۸ ز کال) واستول.

ذولفقارخان لکه د شاه حسين هوتک په څېر پخپل برخليک اخته شوی وه، خو احمد خان لا ژوندی وه، نوځکه خو نادر افشار په ۱۷۴۱ ز کال (۱۱۵۴ هـ) له مازنداران نه را وغوښت او پخپل ځانګړي ګارډ کې ونيو.

«ده د خپلو خدمتونو په لړ کې د خپلې وړتيا له مخې خپل ځان د بانک باشي يا خزانه دار درجې ته ورساوو.»([1])

نادر افشار نوموړي ته ځانګړې پاملرنه لرله. د شپږو کالو په موده کې چې احمدخان په ډېرو سفرونو کې له ده سره مل وه ډېر څه ياد کړل.

احمدخان د داغستان په جګړه کې داسې وړتيا ترلاسه کړه چې دی يې نور هم په نادر افشار ګران کړ. د نوموړي دغه ګرانښت تر دغه بريده ورسېد چې نادر به کله کله داسې غوږ وهنې کولې چې له ده وروسته به هرومرو د ده ځای ناستی وي.

«نادرشاه ته دی دومره ګران شو چې درباريانو ته به يې ويل ما په ايران، توران او هندوستان کې د احمدخان ابدالي په څېر کوم سړی ليدلی نه دی… ده به د خپلې شاهي خېمې په دويمه دروازه کې درې يا څلور زره زړور ابدالي سپاره د احمدخان تر قوماندې لاندې ځانته ساتل.»([2])

نادر افشار د خپل واک په وروستيو کې له يوشمېر ستونزو سره لاس او ګرېوان شو.

په ځانګړي ډول شيعه وګړو ده ته ښه نيت نه درلود. لا کله چې ده حنفي مذهب ته رسمي بڼه ورکړه، نو شيعه ملايانو د هغه پاڅونو تر شا تبليغ کاوه، چې د ده په وړاندې يې بيرغ را پورته کړی وه.

لومړی ستر پاڅون د داغستان نه پيل شو او د ده ورور ابراهيم خان ظهيرالدوله يې وواژه.

هغه مهال چې په ۱۷۴۱ کال نادر له شيروان نه مازندران ته را روان وه، د يوه ځنګل نه پرې بريد وشو او په مټ يې ټپي کړ.

په ۱۷۴۴ ز کال يو بل پاڅون په کرمان کې، د يوه تن لخوا چې ځان يې د صفوي شاه حسين ورور باله وشو، چې په پای کې يې عثماني ترکيې ته پناه يوړه.

د کرمان په پاڅون کې د ترکانو لاس وه او د داغستان په اړدوړ کې روسان ښکېل ول. نو ځکه خو نادر افشار اړ شو چې د دواړو دولتونو لاس وهنې ته ورته ځواب ووايي. ولې کومې ستونزې چې ده ته ډېرې مهمې وې هغه بيا هم د يو شمېر شيعه روحانيون لمسونې وې، چې ايران ولس يې د ده په وړاندې پاڅون ته را باله.

د دغو ملايانو څرګندونې دومره پراخې شوې وې، چې ان د ده په زوی رضاقلي او په وراره يې چې علي قلي نومېده هم ناوړه اغېزه کړې وه.

کومه خبره چې ډېره مهمه وه چې دی يې له ماتې سره مخ کړ، هغه د ده ناروغي وه چې پخپلو او پردو يې دی بدګمانه کړی وه. نوځکه خو ده په ډېرې بېباکۍ ډېرې وينې تويې کړې. او بې شمېره وګړي يې له تېغه تېر کړل.

نادر افشار هم په دې پوهېدلی وه چې د ده درباريان له ده نه ښه زړه نه لري او دی هم پرې باور نشي کولی. نو د ژوند په وروستيو کې احمد خان ته وويل:

«زه پرته له تا نه په بل چا باور نه شم کولی دا ځکه چې ستا صداقت او وفاداري ماته څرګنده ده. تاسو ته امر کوم چې سهار ټول هغه پوځيان چې ماته ښه نيت نلري ونيسی او زولانه يې کړی…»([3])

کومې خبرې چې د نادر افشار او احمد خان تر مينځ وشوې کوم تن اورېدلې وې، کټ مټ يې د ده سيالانو ته رسولې وې.

مخکې تر دې چې احمد خان د خپلې ژمنې له مخې خپله دنده د نادر افشار د ژغورلو لپاره تر سره کړې وای، د هغه سيالانو پرې ناڅاپي بريد وکړ. د شپې په مهال محمد قلي خان، صالح محمد خان، محمد خان قاجار، موسی بېګ د يو شمېر نورو په لارښودنه اويا (۷۰) تنه مشران د نادر د خېمې په لور رهي شول.

د ګنداسنګ د څرګندونو له مخې:

«يوازې صالح خان او محمد خان جرأت وکړ، چې د ده خېمې ته ننوځي، صالح خان دی په خپله توره وواهه او يو لاس يې ترې پرې کړ… بيا محمد خان پرې داسې ګذار وکړ چې سر يې له تنې ور جلا کړ.»([4])

احمد خان چې غوښتل يې د نادر افشار د سپارښتنې له مخې خپل څلور زره کسيزه پوځ تيار سئ کړي چې د حرمسرای د يوې وينځې لخوا يې د نادر افشار د وژلو پيغام چې بي بي صاحبې ورته ويلي وه ترلاسه کړ.

ګندا سنګ د شېر محمد خان له قوله (انساب روسای دېره اسمعيل خان) کښلي دي، چې د نادر افشار مېرمن بي بي صاحبې يوې افغانې کورنۍ پورې تړاو لاره.

کله چې احمد خان له خپل پوځ سره، د نادر د شاهي خيمې په لور وخوځېد، که ګوري چې پارسايان د نادر د کمپ په لوټولو بوخت دي.

احمد خان چې وغوښتل د هغوی د لوټ مخه ونيسي نو پرې بريد وشو، خو افغان ځواکونو دغه بريد په شا وتمبوه.

ويل کېږي چې لوټ مارانو، د نادر د دربار ډېر څه لوټ کړي ول، چې په دې کې د «کوه نور» الماس هم وه او احمد چې د غلو مالونه بېرته ترې ونيول الماس يې هم ترلاسه کړ.

ولې يو شمېر تاريخ پوهان انګېري چې:«احمدخان د نادر افشار ګوته او الماس هغه وخت ترلاسه کړ چې نادر وژل شوی وه.»()

ولې مير غلام محمد غبار ليکلي دي چې د نادر مېرمنې احمد شاه ته يو شمېر سوغاتونه ولېږل چې د کوه نور الماس هم پکې وه.

سيد مهدي فرخ پخپل کتاب تاريخ سياسي افغانستان کې په دې اړه کاږلي دي.

«د جمادي الثاني په ۱۱ نېټه (۱۱۶۰هـ) د خبوشان په فتح اباد کې د نادر افشار په پوځي چوڼۍ د هغې توطيې له مخې چې محمد بېګ قاجار، موسی بېګ، قوجه بېګ، شاه علي قلي خان، صالح بېګ، محمد قلي خان افشار او يوشمېر نور د نادرشاه شاهي مقام ته په څېرمه ولاړ وه چې دوه تنه (۱۸ جون) ورننوتل او د صالح بېګ لخوا ووژل شو.»([5])

د نادر افشار له مړينې وروسته «افغان پوځونو چې څلور زره غلجيان، دولس زره ابداليان او ازبکان ول د نور محمد غلجي او د احمدخان ابدالي په سپارښتنه مخ په کندهار را روان شول… په دغه وخت کې جرګه روانه وه، په ۹ ورځ جرګې يو تن ته چې صابرشاه نومېده دنده ورکړه چې يو څوک وټاکي چې هغه په راتلونکې کې د افغانستان پاچا شي. دغه روحاني شخصيت پاڅېد او احمد شاه ابدالي يې د پاچا په توګه معرفي کړ.»([6])



[1]  – ګندا سنګ ۲۵ مخ. خزانه اميرا ۹۷ مسيرالامرا دويم ټوک.

[2]  – د ګنداسنګ هماغه اثر، حسيني مير امام الدين تاريخ حسين شاهي ۱۱ تاريخ احمد، ۹، ګلستان رحمت ۱۴۵.

نوټ: حسين خپل تاريخ په نومبره ۱۷۹۸ کې بشپړ کړ.

[3]  – لاکهارت لارنس، نادرشا ۲۱۶ مخ، ګتدا سنګ Ganda singh. P. 29

[4]  – جهان کشای نادري ۴۶۱ مخ. مجمع التواريخ ۱۴ – ۱۹، شاه نامه احمديه ۱۴، لاکهارت نادرشاه ۲۶۱ – ۲۶۲ مخونه.

[5]  – فرخ سيد مهدي تاريخ سياسي افغانستان لومړی ټوک ۸۵ مخ.

[6]  – غبار ميرغلام محمد افغانستان در مسير تاريخ ۳۵۵ مخ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب