شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهعمران خان تر اسلام اباد پورې د پراخو لاريونونو اعلان وکړ

عمران خان تر اسلام اباد پورې د پراخو لاريونونو اعلان وکړ

تاند(دوشنبه، د جوزا ۲) د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان اعلان کړی، چې د راتلونکې چارشنبې په ورځ به د دغه هېواد د پلازمېنې اسلام اباد پر لور پراخ لاریونونه وکړي.

نوموړي د دغو لاريونونو اصلي هدف د وخت نه مخکې ټاکنو بلل ښودلي او ويلي، چې لاریونونه به ېې د پارلمان تر لغوه کیدو او د وخت نه مخکې نورو ټاکنو د دقیقې نېټې تر اعلان پورې پورې دوام ولري.

د پاکستان د حکومت یوې وياندې بيا د عمران خان او د هغه د تحریک انصاف ګوند غوښتنه د وخت نه مخکې ټاکنو د ترسره کيدو په اړه رد کړې ده.

وياندې ويلي، چې د ټاکنو د ترسره کيدو وخت به دوی ټاکي او په دې اړه د هيچا خبرو او فشارونو ته نه تسلیمیږي.

پاکستان په وروستيو کلونو کې بيا د سياسي هرج و مرج سره مخ دی.

په دې هېواد کې ټول بدلونونه او ناندرۍ د پوځ له لوري ډیزاین شوي او د مدیریت لاندې یې ګڼل کېږي.

1 COMMENT

  1. په تاریخ کی ښودل شوی چی کله پښتانه یوځای د نرمی له لاری د خبرو رسولو کوښښ پاتی راځی او هغه زورواکی کسان یی په خوله پری خاندی نو بیا له ځان سره کوتک هم وړی نو پکار ده چی د عمران خان باید اسلام آباد ته له ځان سره کوتک او ټوپک هم یوسی کچیری اړتیا شی باید تری کار واخلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب