شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهسمنګان کې د ازبکستان د وارداتي برېښنا ۳ پايې الوزرول شوي

سمنګان کې د ازبکستان د وارداتي برېښنا ۳ پايې الوزرول شوي

تاند(دوشنبه، د جوزا ۲) ‏‎په سمنګان ولايت کې د طالبانو ځايي چارواکو تاييد کړه، چې په دې ولايت کې له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا ۳ پاېې الوزول شوي دي.

د سمنګان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس منیب وايي چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا یوه بجه د خلم ولسوالۍ په قدم ګاه سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه وايي ، چې سمدستي برېښنا په موقت ډول نښلول شوې او د برېښنا تخنیکي ټیم کار پيل کړی چې الوځول شوې ستنې بېرته جوړې کړي.

د داسې پېښو مسووليت څوک پر غاړه نه اخلي.

د‌ بريښنا د پايو الوزول په افغانستان کې د شوروي پلوه حکومت له وخته رواج شوي.

د پاکستان د هغه وخت يوه استخباراتي چارواکي ويلي وو، چې ياد شوی تکتیک دوی افغان جهادي ډلو ته پر افغان حکومت د فشار راوړلو لپاره طرحه کړی و، چې کاميابه نتیجه یې لرله.

د تېر جمهوري نظام پر مهال هم د بریښنا پاېې ډېر وخت الوزول کیدې، چې ډېر ځله یې ملامتي پر اوسنيو حاکمو طالبانو اچول کېده.

1 COMMENT

  1. هغه متل ده چې خر هغه خر دی ، خو کته یې بدله شوېده .
    یا خړ سپی هم د لیوه ورور دی .
    مجاهد ، اشرار ، حزب ، جمعیت ، شورای نصوار، وحدت ، جنبش ، پدرام ، ټالب ، داعش حرکت او … ټول د یوه پنجاب او ذوالفقار علی بوتو، نصرالله بابر ، حمیدګل جنرال اختر ، عمران او …. ناجایزه اولاده او تولیدات دي.
    دوی ټولو د افغانستان ملي حاکمیت ، ارضي تمامیت ، ملي وحدت او پرمختګ قسم خوړلي دښمنان دي . خدای دې ټول تباه کړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب