پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونههرات کې د پولیو پرضد د واکسین کمپاین پیل شو

هرات کې د پولیو پرضد د واکسین کمپاین پیل شو

تاند(دوشنبه، د جوزا ۲) ‏په هرات کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ پر ضد د واکسينو د عملي کیدو کمپاين پيل شو او تمه ده، چې ۷۲۰ زره ماشومانو ته به تطبيق شي.

په دې کمپاين کې به له پینځه کلنۍ څخه کم عمره ماشومان واکسين شي، څو په دغې ناروغۍ یې د اخته کیدو مخه ونیول شي.

طالب چارواکو د دغه کمپاين په اړه څه نه دي ويلي.

مخکې دا کمپاين د یونیسف او نورو نړیوالو روغتیايي ادارو له لوري تر سره کیدل.

د طالبانو جنګياليو په افغانستان له بيا واکمنیدو مخکې د داسې کمپاينونو د ترسره کيدو مخالفت کاوه.

په ځينو ولایتونو کې خو طالب جنګيالي د واکسیناتورانو په وژلو هم تورن شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...