شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد فشارونو احتمال، کرزي د حجاب په اړه د خپلو خبرو وضاحت...

د فشارونو احتمال، کرزي د حجاب په اړه د خپلو خبرو وضاحت ورکړ

تاند(دوشنبه، د جوزا ۲) ‏د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د « حجاب» په پلمه د ښځو پر وړاندې د طالبانو د وروستيو قیوداتو په اړه د خپلو څرګندونو په اړه وضاحت ورکړی.

نوموړي په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي:(( ‏حجاب یو شرعی امر دی چې افغان میرمنو یی تل په پوره ویاړ مراعات کړی. زه حجاب دیني وجیبه او د افغان میرمنو ملي جامه گڼم، البته مایې یوازې په کیفیت خبره کړې.))

حامد کرزی وړاندې زياتوي:(( باید غلط تعبیر ونشي زموږ خویندې او لورگانې د حجاب پوره مراعات کوي خو په عین وخت کې حکومت ته مشوره ورکوم چي په دې اړه دې له حکمت او نرمۍ څخه کار واخلي.))

حامد کرزي تېره اونۍ سي این این ټلویزون سره په مرکه کې د طالبانو په هغې پریکړې اعتراض وکړ، چې له ښځينه وياندويانو څخه یې په ټلویزیوني پروګرامونو کې د څرګنديدو پر وخت په ماسک د مخ پټولو غوښتنه کړې وه.

کرزي له ښځينه وياندويانو غوښتي وو، چې دا پريکړه ونه مني.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزير شېخ محمد خالد د کرزي د دغو څرګندونو په غبرګون کې ويلي، چې کرزی د پردو ښځو لپاره ازادي غواړي، خو خپله ښځه یې له رسنيو او ټولنيز حضور څخه منع کړې وه.

نوموړي پر کرزي تور لګولی، چې د تېرو ۲۰ کلونو په موده کې یې د بهرنيانو د خوشالولو په موخه افغان ښځو ته هر ډول ازادۍ وغوښتې، خو خپلې مېرمنې ته یې دغه آزادۍ ورنه کړې.

د طالبانو دغه وزير څو مياشتې مخکې حامد کرزی، ډاکټر عبدالله او فضل هادي مسلميار تر ټولو لوی « خاينان» ګڼلي او ويلي وو، چې طالبانو د عمومي عفوې فرمان ته په درناوي دوی ته هیڅ نه دي ويلي.

حامد کرزي هغه مهال د دغه طالب وزير په غبرګون کې ويلي وو، چې د نوموړي څرګندونې په تبصره نه ارزي.

هغه د شېخ خالد نویو څرګندونو ته تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

د کرزي پروني وضاحت ته ځینو خلکو په غبرګون کې ويلي، چې دا ټویټ ېې د طالبانو په فشار کړی او هغه په سختو شرايطو کې دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب