شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد م.م ځانګړي راپورتر د مزار پر یوه جومات برید له نيږدې...

د م.م ځانګړي راپورتر د مزار پر یوه جومات برید له نيږدې وارزوه

تاند(دوشنبه، د جوزا ۲) ‏د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړی راپورورکوونکي ريچارډ بنټ، چې افغانستان ته په يوه کاري سفر راغلی، پرون یې په مزارشريف کې پر سه دوکان جومات د برید ارزونه له نيږدې څخه کړې ده.

 پر دغه جومات د شاوخوا یوې مياشتې وړاندې برید کې، چې مسووليت يې داعش ډلې پر غاړه واخيست، لسګونه ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر له دغه جومات څخه د لیدنې پر مهال ويلي، چې د ملکيانو خلاف باید بریدونه ودرول شي او عاملان یې محاکمه شي.

ریچارډ بنټ زياتوي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه به د خپلو څېړنو پايلې د ملګرو ملتونو سازمان ته وړاندې کړي.

نوموړي افغانستان ته د سفر په پیل کې د طالبانو د رييس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي سره هم ليدلي.

طالب چارواکو له نوموړي سره د لیدنې پر مهال په افغانستان کې د بشري حقونو نقض او پکې د دوی لاس لرل رد کړي دي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورورکوونکي ويلي، چې د څېړنو له بشپړیدو څخه وروسته به د خپلو څېړنو پايلې له ملګرو ملتونو سره شریکې کړي.

د طالبانو له واکمنیدو سره دوی په پرله پسې ډول د جمهوري نظام د منسوبينو، د ټولنې د روښانه قشرونو د مخکښانو او حتا عامو خلکو په وژلو، بندیانولو او شکنجو تورن شوي، خو طالبانو دا ډول ادعاوې بې بنسټه او تش تبليغات ګڼلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب