شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهامریکا د سراج الدين حقاني په څرګندونو شک څرګند کړ

امریکا د سراج الدين حقاني په څرګندونو شک څرګند کړ

تاند(پنج شنبه، د ثور ۲۹ مه) د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ویاند ند پرايس د طالبانو د حقاني شبکې د مشر او د دوی د کورنيو چارو د وزير مولوي سراج الدين حقاني په وروستيو څرګندونو شک څرګند کړی دی.

حقاني څو ورځې مخکې سي این این تلویزیون ته په مرکه کې وويل، چې طالبان امريکا متحده ايالاتو ته د دښمن په سترګه نه ګوري او د دیپلوماتیکو خبرو له لارې ورسره د اړيکو د ښه کیدو هڅو ته دوام ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وياند نن وويل، چې د حقاني خبرې ېې اوریدلي، خو ورباندې شکمن دی.

‏د‌ سراج الدين حقاني دغه مرکه او څرګندونې امریکا متحده ایالاتو ته د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير بلاول بوټو زرداري له سفر څخه لږ څه د مخه و.

بلاول په دې موخه امریکا ته تللی، چې له سیمه ییز امنیت سره د مرستې د ژمنو په بدل کې د خپل هېواد د کړکېچن اقتصادي وضعيت د رغولو لپاره له امریکا څخه مالي مرستې ترلاسه کړي.

د طالبانو او پاکستان د اړیکو ځینې شنونکي باور لري، چې د حقاني وروستۍ مرکه د پاکستان په اشاره وه، څو د پاکستان خارجه وزير پرې له امریکا څخه مالي مرستې ترلاسه کړي.

د طالبانو ځینو منتقدینو له حقاني پوښتلي، چې که امريکا سره یې دښمني نه ده، نو ولې یې دومره کلونو کې سلګونه زره افغانان د دوی په اصطلاح له« امریکایي اشغال» سره د اړيکو په نوم ووژل او افغانستان يې ويجاړ کړ.

طالبانو په دې اړه شننو او تبصرو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب