شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد اشرف غني د زوکړې کليزه، افغان ځوانانو د ټولنیزو رسنیو له...

د اشرف غني د زوکړې کليزه، افغان ځوانانو د ټولنیزو رسنیو له لارې نمانځلې

تاند(پنج شنبه، د ثور ۲۹ مه) د افغانستان د ځپونکو بدلونونو سره- سره، چې ځینې خلک پکې بې واکه شوی ولسمشر محمد اشرف غني په مختلفو تورونو تورنوي، نن په ټولنیزو رسنیو کې سلګونه افغان ځوانانو د نوموړي د زوکړې کلیزه نمانځلې ده.

د اشرف غني د ژوند لیک له مخې، نوموړی نن ۷۳ کلن شو.

ښاغلي غني ته ډېرو افغان ځوانانو، حتا د طالبانو د واکمنۍ له سیمو څخه په ټولنیزو رسنیو کې د مبارکۍ پیغامونه لیکلي او ورسره د مینې څرګندولو ترڅنګ یې د اوږده عمر دعاګانې ورته کړي دي.

اشرف غني دمګړۍ متحده عربي اماراتو کې دی، چېرته چې د تېر ميلادي کال د اګسټ په پینځلسمه د جمهوري نظام د سقوط په وروستيو شېبو کې پناه اخيستو ته ورغلی دی.

اشرف غني سره د افغان ځوانانو مينه په داسې وخت لا هم لیدل کیږي، چې هغه په افغانستان کې د نسلي بدلون په اړه ژمنو ته په خپله واکمنۍ کې ډېر کار وکړ.

د ځينو شنونکو په باور، د هغه په وړاندې د سنتي سیاستوالو او نخبه ګانو د مخالفت یو لوی دلیل هم پر ځوانانو د هغه ډېره تکيه وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب