سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+نجوني څه ډول په هلکانو بدلېږي؟

نجوني څه ډول په هلکانو بدلېږي؟

راټولوونکی: احسان الله ژمن

څه موده کېږي چي له ځینو سیمو څخه داسي خبرونه اورېدل کېږي چي یوه نجلۍ د ځوانۍ په عمر کي په هلک بدله سوه.

راځئ چي په دې پوه سو چي  ایا رښتیا هم داسي پېښې امکان لري که نه!

هر ماشوم د مور په نس کي د ودې پر مهال تر ۸ اونیو د نجونو په څېر وي، په اتمه اونۍ کي د نارینه هورمونو تر تاثیر لاندي نارینه تناسلي غړي را څرګندېږي، وده کوي او اصلي شکل اختیاروي.

په ځینو حالتو کې په نارینه ماشوم کې جنسي غړي وده نه کوي او هماغسي د نجونو په څېر د بلوغ تر وخته پاتېږي چې دې حالت ته

‏  Penis at 12 syndrome یا 5a reductase defeciency وایي.

د نارینه مهم جنسي هورمون د Testosterone په نوم یادېږي چي د 5a reductase انزایم په مرسته په فعال ټسټسټرون (dihydrotestosterone) بدلېږي او یو شمېر دندې یې دلته ذکر کوو؛

د جنسي غړو وده، د دویمې جنسي ځانګړتیاوو وده لکه، د غږ بدلون، د سکلیټي عضلو وده، د ږیري او برېتو منځته راوړل او وده.

د یاد هورمون تولید په ماشومتوب کې لږ او د بلوغ په موده کې زیاتېږي نو ځکه د نارینه پورته ذکر سوي ځانګړتیاوې د بلوغ پر مهال را څرګندېږي.

په ځینو ماشومانو کې په جنتیکي ډول د 5a reductase انزایم موجود نه وي په پایله کي ټسټسټرون هورمون په خپل فعال شکل نه بدلېږي. د فعال ټسټسټرون د نشتون له امله په رحمي ژوند کې د ماشوم نارینه جنسي آله وده نه سي کولی په داسي حال کې چې خصیې یې کمه اندازه وده کوي خو په څرګند ډول نه ښکاري.

دا ماشومان اصلاً نارینه دي، یوازې د دوی جنسي غړي د ښځینه جنسي غړو په شکل پاتي وي، د زیږون پر مهال د نجونو په شان جنسي غړي لري، بذر (clitoris) لري او د نجونو په څېر ښکاري.

کله چي دا ماشومان د بلوغ مرحلې ته ورسېږي په بدن کې یې د ټسټسټرون هورمون اندازه زیاتېږي، که چېري یاد هورمون فعال هم نه سي همدا غیرفعال شکل یې د زیات غلظت له امله کولی سي چي د ماشوم جنسي غړو ته وده ورکړي. بذر (clitoris) ته د نارینه جنسي آلې په اندازه وده ورکوي او همدارنګه دویمي نارینه جنسي ځانګړتیاوي منځته راوړي.

یاد هلکان د نجونو په څېر میاشتنۍ ناروغي نه لري.

ډېری یې نه سي کولی چي اولاد وزېږوي بلکي شنډ وي.

دا ماشومان آن له ماشومتوب څخه د نجونو په څېر سټایل او جامې نه خوښوي، همدارنګه د هلکانو سره لوبي او ساتېری یې خوښېږي.

درملنه یې د بلوغ څخه وروسته د جراحي په مرسته تر سره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب