جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه پاکستان کې د ډالر پر وړاندې د روپۍ ارزښت ۲۰۰ ته...

په پاکستان کې د ډالر پر وړاندې د روپۍ ارزښت ۲۰۰ ته ولوېد

تاند(چهارشنبه، د ثور ۲۸ مه) په پاکستان کې د روان اقتصادي بحران په لړ کې د دغه هېواد پولي واحد نور هم ولوېد او نن یو ډالر په ۲۰۰ روپیو بدل شو چې دا د ډالر په وړاندې د پاکستاني روپیو د ارزښت د کمېدو یو بل ریکارډ دی.

د پاکستان یوه خصوصي تلوېزیون جیو نیوز په خپل وېب سایټ لیکلي چې نن په ازاد بازار کې د یوه ډالر قېمت ۲۰۰ روپیو ته ورسېد.

جیو نیوز لیکلي چې دا حالت یې په هېواد کې د سیاسي وضعیت او له آی اېم اېف سره د حکومت د خبرو نه کېدلو له امله رامنځته شوی دی.

ویل کیږي چې پاکستان په بهرنیو پورونو کې تر ستوني پورې ډوب دی او د چین له خوا پلې کېدونکې سي پیک پروژې چې ډېره ګټه یې پنجاب ته رسېږي خو تاوان یې ټولې صوبې پرې کوي، د دغه هېواد د پورونو د تادیاتو لړۍ له ستونزو سره مخامخ کړې ده.

تر دې مخکې، سریلانکا چې د چین پوروړې ده د ورته ستونزو له امله بنک رپټ یا دیوالیه شوې، او د پاکستان د اقتصادي چارو پوهان وایي چې که د ډالر – روپۍ قیمت ۳۰۰ ته ورسېږي پاکستان به هم د سریلانکا په برخلیک اخته شي.

له تېرو کابو ۱۰ ورځو راهیسې د ډالر او نورو اسعارو په وړاندې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت پر له پسې ټیټیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب